پېنډۍ ۔1مئی(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير او د برطانوي پوځ چیف آف جنرل سټاف جنرل سرپیټرک سېنډرز په نيشنل ډيفنس پوهنتون كښې د 6 م پاكستان برطانيه استحكام كنفرنس پرانستې غوندې ته خطاب وكړو٬ د كنفرنس پرانستې سېشن كښې د نومولې شوي سی جی ایس یو آرمی جنرل سررولنډوالکر هم ګډون وكړو۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاک یو کے استحکام کنفرنس د دواړو هېوادونو ترمينځه په دعاعي او امنيتي چارو فلېګ شپ ډائيلاګ دے كوم چې په پاكستان او برطانيه كښې وخت په وخت كيږي٬ په دې كښې بېلو څانګو سره تعلق لرونكي پوهان ٬ سفارتكار ٬ دفاعي چارواكي ٬ دانشوران او د سول سوساټۍ نمائندګان د خيالاتو څرګندونه كوي۔ په موجوده كنفرنس كښې د برطانيې 30 كسيزه پلاوې 29 اپرېل څخه تر 3 مئي د پاكستان په دوره دے د كوم مشري چې سټېنډنګ جوائنټ فورس کمانډر مېجر جنرل ټام بیټ مېن كوي۔ د كنفرنس په مهال به د دواړو اړخونو پلاوي په سيمه ايز چاپېريال ٬ قامي سلامتيا او سيمه ايز امن او استحكام ج پرېوتونكو اغېزو په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د روان كال په مهال دې مباحثې ته د دوه اړخيزه په ځايې تر سيمه ايزو مسئلو وسعت وركړے شوے دے او د منطقې د دواړو هېوادونو دفاعي چارواكي په كنفرنس كښې ګډون كوي۔ دې نه ځانله د پاك پوځ سرلښكر د سي جي اېس يو نومولے شوي سي جي اېس برطانيه سره ملاقات وكړو او هغه سره يۍ پېشه ورې ګټې او دوه اړخيزه اړيكې لا ښه كولو له په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاك پوځ سرلښكر دوه اړخيزه پوځي اړيكې زياتولو له په خذماتو ترسره كولو د سي جي اېس برطانيه مننه وكړه او چيف آف جنرل سټاف برطانيه جنرل سررولنډوالكر ته يۍ په نومول كېدو مباركي وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
‘Good news from FATF will restore confidence in our economy,’ says MoS
-
Marriage hall sealed in Tarnol over one-dish policy violation
-
64 FIRs registered on violations of anti-dengue SOPs
-
KCF organizes seminar on economic, political crises
-
Masses have rejected Imran’s protest call, says Marriyum
-
Reviewing medical, legal challenges before return
-
Alvi returns electoral reforms bill unsigned
-
Seminar on Pak-China agriculture cooperation under CPEC held
-
Poor to get subsidy on five items through utility stores
-
Dr Aamir Liaquat’s body to be exhumed on June 23 for autopsy
-
Two dead, three injured in rain-related incidents in KP
-
Sherry pays tribute to BB on her 69th birth anniversary