اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير او د پاك سعودي همكارۍ فوكل پرسن ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي د 30 څخه تر 35 سعودی کمپنیو استازي په پاكستان كښې توان ٬ ريفائنري ٬ كركيلې ٬انفارميشن ټيكنالوجي او نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره خبرې اترې كوي٬ اول حكومت سره د حكومت په كچه لوظنامې وشوې او اوس به بزنس ټو بزنس لوظنامې كيږي٬ د پاكستان كاروباري پلاوې به د سعودي عربستان دوره كوي٬ سعودي سرمايه كارۍ سره به ځوانانو ته د روزګار او خپل كاروبار پېل كولو موقعې په لاس ورشي٬ حكومت هېواد څخه د سرې فيتې كلتور ختمولو عزم كړے دے٬ مونږ مرسته نه تجارت او كاروبار غواړؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ او د تجارت وفاقي وزير جام كمال سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ مصدق ملک ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه په تېرو څو اوونيو كښې تجارتي دورې وشوې او په بېلو څانګو كښې اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سعودي تجارتي پلاوې دا مهال د پاكستان په دوره دے۔ د پاکستان 125 کمپنۍ سعودي كمپنيو سره مذاكرات كوي۔ په توان ٬ سولر منصوبو ٬ آئي ټي او نورو څانګو كښې خبرې اترې روانې دي۔ د سعودي پلاوي دورې څخه وروستو به د پاكستان كاروباري پلاوې هم د سعودي عربستان دوره كوي۔ پاكستان به د سعودي وژن 2030 لپاره هم مهم كردار ترسره كړي۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم دا هدايت كړے دے چې سرمایه کارۍ او كاروبار لپاره دې آسان قواعد جوړ كړې شي۔ ده ووئيل په موجوده دور كښې معيشت د خارجه پالېسۍ بنياد جوړوي او قومونه مستحكم كوي۔ ده ووئيل د سعودی خارجه وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي د پاكستان دوره ٬ بيا د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان دوره ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي ٬ تجارتي او د سرمايه كارۍ رابطو ته د ودې وركولو كړۍ دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم دورې څخه وروستو د لويې سعودي كاروباري پلاوي پاكستان ته راتلل د دې خبرې عكاسي كوي چې دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكې به لا وده ومومي۔ ده ووئيل مونږ له به باور كول وي چې زمونږ سباؤن روښانه دے۔ په دې موقعه د تجارت وفاقي وزير جام كمال ووئيل په نړۍ كښې معيشت ته اهميت ترلاسه دے٬ په موجوده دور كښې معيشت د خارجه پالېسۍ بنياد دے او دا قومونو ته استحكام وركوي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان تجاران د پاكستان په معيشت كښې ژوره خوښي لري ٬ يو شمېر سعودي سرمايه كار په نجي حېثيت كښې پاكستان ته رارسېدلې دي۔ ده ووئيل د پاكستان په پرمختګ كښې به تاجر ورورولۍ له مهم كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل په بېلو پړاؤنو كښ به سعودي تجاران په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل بزنس سېکټر ته وده وركول د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے
متعلقہ مضامین
-
‘More difficult times’ ahead for Pakistan
-
Transaction of power through 13th amendment highly commendable: AJK PM
-
Rana Sanaullah’s indictment deferred in drugs case
-
AJK govt presented people-friendly budget: minister
-
Six-year-old Pakistani kid successfully treated for brainstem tumor in China
-
Farah Shah lauds Saudi Arabia’s highest award for COAS
-
IHC dismisses PTI plea on expats’ voting procedure
-
NA okays ‘Charged Expenditure’ worth Rs 27.9tr for FY 2022-23
-
Security to be put on red alert during Muharram in Multan
-
Narcotics Control Ministry wants to recruit 10,000 personnel: NA informed
-
PIA to start flights between Islamabad and Chengdu from July 6
-
CHE directorate to be renamed, HQ shifted to Karachi