پېنډۍ 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاك پوځ په آپريشنل چمتوالي د مكمل اطمينان څرګندونه كړې ده ۔ د آئي اېس پي آر له مخې وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ په پېنډۍ كښې د آرمي وار ګېم په پائې غونډه كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د اوسني وار ګېم او د پاكستان پوځ د ټولو ممكنه خطرو په حواله په آپريشنل چمتوالي تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع د دفاع وزير ، د خزانې وزير ، د اطلاعات او خپرونو وزير، د پوځ سرلښكر او سينئر عسكري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاكستاني پوځ په آپريشنل تيارو د اطمينان څرګندونه كولو سره په منطقه كښې تزويراتي استحكام او په اتومي سوئيلي اسياء كښې امن لپاره د طاقت توازن په ځاے ساتلو كښې د وسله والو ځواكونو د كليدي كردار ستائنه وكړه۔ ده د يرغل په صورت دښمن ته د ځواب وركړه باوري كولو مخنيوي لپاره د نظام لا مضبوطولو لپاره د جديد حربي تصورات او اصلاحات ستائنه وكړه٬ عسكري قيادت د قامي خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو او د دې خبرې ئې تذكره وكړه چې پاك پوځ د موجوده امنيتي چېلنجونو نه ښه خبر دے او د هر ډول يرغل ناكامه كولو لپاره به په خپلو صلاحيتونو كښې پرله پسې زياتوالے كول روان ساتې۔
متعلقہ مضامین
-
Bankrupt Sri Lanka’s deposed president ‘to return home’
-
Floods damage 1.17 million homes: NDMA report
-
Health camps set up in flood-affected districts across country
-
Ashrafi invites world personalities, organizations for flood victims’ support
-
PAKISTAN BEAT INDIA BY FIVE WICKETS IN ASIA CUP THRILLER: The quick revenge
-
Punjab govt determined to ensure indiscriminate accountability: Cheema
-
8 Suspected Drug Peddlers Killed in shootout in Quetta
-
PAF observes Martyrs’ Day
-
Ethiopia’s embassy in Pakistan shows close bilateral ties: envoy
-
MPA Sumaira Sham wins best young politician award
-
AJK resident martyred in Indian army custody
-
Will democracy survive Imran’s disqualification?