اسلام آباد ۔ 22 اګست (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي دي چمن كښی په پاك افغان پوله دا مهال امن دے او د دواړو هېوادونو په ګډه شوې سروے كښی د پاكستان د دريځ تصديق شوے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ده ووئيل د اوسنې سر شمېرې په مهال افغان چارواكو د خبرولو باوجود د پاكستان د سړي سر شمېرې عمله د كار كولو څخه منع كړې وه ۔ ده ووئېل دا معامله خارجه وزارت او كابل كښې د پاكستان سفارت لخوا هم افغان چارواكو سره پورته كړې شوې وه ۔ د پاک پوځ لخوا د افغان پوځ مشر ته يو خط هم وليكلې شو چې هغه په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ بياهم د 4 او 5 مئی په منځومانۍ شپه كښې افغان چارواكو پاكستانۍ سيمه كښې په دوه كليو جهانګير او لقمان قبضه وكړه۔ ده ووئېل د سر شمېرې په عمله ئې هم بريد وكړو او دې څخه وروستو په يو بل د ډزو لړۍ پېل شوه چې په نتيجه كښی ئې د پاكستان 13 وګړي شهيدان شول۔ دې څخه وروستو پاك پوځ د افغانستان نه خپله سيمه واخسته ۔ ده سېنټ ته ووئېل په دې مهال د پاكستان 2 عسكر شهيدان او 13 نور ژوبل شول۔ ده ووئيل د پولې ستونزه حل كولو له څو وارې بارډر فلېګ غونډه هم وشوه۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو يو شريكه سروے شوې په كومه كښې چې د پاكستان د دريځ تصديق شوے
متعلقہ مضامین
-
‘33% land purchased for Faisalabad’s economic zone’
-
Court adjourns Maryam’s petition against Nawaz’s property confiscation
-
Moeed Yusuf appointed National Security Adviser
-
Govt installs EVM at Parliament House to check accuracy
-
Pakistan calls on NAM to demand end to Israel’s deadly offensive in Palestine
-
CCPCJ: Pakistan condemns Israeli aggression in Palestinian territories
-
Court dismisses acquittal plea of Mandviwala in Kidney Hills reference
-
PTI senator Saifullah Abro’s brother sent to jail in Larkana
-
Pakistan seeks deployment of international protection force in Palestine
-
IAEA calls nuclear plants key for Pakistan to meet rising energy needs
-
Sindh govt to resolve KDA, KMC employees pension issues
-
Missing boy found dead