اسلام آباد ۔ 3 اګست (اے پی پی) د برېښنا لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ د تېرې ورځې غونډې په مهال سناتور اورنګزېب خان د پاكستان حكومت څخه غوښتنه كړې چې د اورکزئی ایجنسۍ زرګرۍ سيمه كښې د برېښنا بلونو په معامله دې په آئي ډي پيز روان زياتې بند كړې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په جنګ كښې چې څومره مالي او ځاني قربانۍ د دې سيمې اولس وركړي هغه مثال نه لري۔ د سيمې زياتره اولس په خېمو كښې ژوند كوي ولې د كال 2008ﺀ څخه دوئې پسې پرله پسې د برېښنا بل او بقايا جات رالېږلې شي۔ ده ووئئېل د برېښنا بلونو دا بقايا جات 29 كروړ څخه زيات شوي۔ ده ووئيل زرګرۍ يوه وروستو پاتې سيمه ده ا زياتره اولس ئې د بې وزلې ليكې څخه لاندې په ژوند كولو مجبور دے۔ ده حكومت ته خواست وكړو چې د دې مسئلې حل ولټولې شي او د سبسډي په شكل كښې دې فعاله ريليف پېكج وركړې شي۔ ده وئيل حكومت دې ځپليو څخه موجوده بل ترلاسه كړي او بقايا جاتو لپاره دې د قبلولو وړ تګلاره وضعه كړي۔ په دې لړ كښې د سېنېټ قائمه كمېټۍ د مسئلې حل له هدايات هم جاري كړل۔ كمېټۍ دا پرېكړه هم وكړه چې د برېښنا وزارت چارواكي دې سناتور اورنګزېب خان سره په ګډه د معاملو ترسره كولو لپاره د يادې شوې سيمې اولس دا ستونزه هواره كړي
متعلقہ مضامین
-
COMSTECH to celebrate ‘World Science Day for Peace & Development’
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
Asif Ali Zardari files plea for acquittal in three NAB references
-
Railways to transport over 20 percent of freight business after completion of ML-I
-
ATC accuses MNA Ali Wazir, 10 others in anti-state speech case
-
President pays tribute to martyred troops of N Waziristan, Bajaur and Kurram
-
Family of nazim Jokhio demands justice, blocks national highway
-
Pakistan facilitating foreign investors through ‘ease of doing business’ policy: PM
-
Pakistan secures $761.5 million murabaha financing by ITFC
-
Hidden cameras found in school’s washroom
-
Pakistan records 11 COVID-19 deaths, 515 new cases in a day
-
52 new dengue patients emerge in Islamabad, 2 die