ملګري ملتونه ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي خپل كوېتي همڅنګ سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د وزير شاه محمود قرېشي او د كوېت خارجه وزير او دوهم وزيراعظم شېخ صباح خالد الحمد الصباح ترمينځھ دا ملاقات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 73 مې غونډې په مهال شوې ۔ ملاقات نه وروستو جاري كړې اعلاميه كښې دوه اړخيزه اړيكې مثالي ګرځولې شوې ۔ د كوېت خارجه وزير ملاقات كښې په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په سياسي او اقتصادي مېدانونو كښې مرستې له موجوده مېكنزم د اړيكو مثبت پلو مخ په وړاندې بوتللو له مضبوط اداره جاتي بنياد وركوي۔ هغه شريكو اړيكو ته لا پراختيا وركولو له هم خوښې ښكاره كولو سره ووئيل په خاص توګه د توان په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې پراخا موقعې شته۔ د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان كوېت سره د ورورولۍ اړيكو ته خاص پاملرنه كوي۔ د شريكې خوښې په چارو يو ډول دريځ او په خاص توګه د سيمه ايز امن او سلامتيا په حقله يو ډول نظريات د دوه اړخيزه اړيكو مهم اړخونه دي۔ شاه محمود قرېشي په دې مهال د خپل كوېتي همڅنګ پام پاكستان كښې د كركيلې څانګې سره تړلو صنعتونو او د خام تېلو لټون پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پلو ګرځولو سره ووئيل د وېزې ترلاسه كولو په لړ كښې شريكه مرسته زياتېدې شي۔ كوېتي خارجه وزير په دې مهال خپل پاكستاني همڅنګ ته زر تر زره د كوېت دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړه۔ دواړو لارښودو دا باور څرګند كړو چې دې ډول اعلی كچ دورو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مثالي اړيكې مخ په وړاندې بوتللو له مرسته ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
Senate chairman refuses Lok Sabha speaker’s invite to visit India
-
Holy Prophet (PBUH) dearer to us than our lives: Ashrafi
-
Rashid for better relations between police, public to improve law & order
-
TAG partners with IDEMIA to offer eco-friendly debit card
-
Cracks in PML-N are visible: Khawar
-
Sewage water samples found polio-free: Buzdar
-
Experts for promoting Pakistan’s initiatives on climate change
-
SC orders to speed up Nasla Tower demolition
-
Colonialism affected badly on the mentality of Muslims: PM
-
Maryam Nawaz’s alleged audio leaks again
-
Muhammad Ziauddin, veteran journalist, passes away
-
Govt failed to protect national interests: Shehbaz Sharif