اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د هرې ټولنې كلتور او دود دستور ته وده وركولو لپاره فلم يوه مهمه ذريعه ده٬ د پاكستان او امريكې ترمېنځه په كلتوري څانګه كښې مرستې ته اړتيا ده٬ امريكا به پاكستان كښې د فلم او سېنما صنعت بحالۍ لپاره معاونت كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د امريكې لنډمهاله ناظم الامور پال جونز سره په ملاقات كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل امريكا به پاكستان كښې د فلم او سېنما صنعت بحالۍ لپاره معاونت كوي٬ د سنېما بحالۍ سره به اولس ته تفريح ترلاسه شي او اقتصادي هڅې زياتېدو سره به د روزګار موقعې پېدا شي٬ ميډيا ته د اوسني حكومت لخوا پياوړې آزادي ترلاسه ده٬ ټولې ادارې د آزادۍ په اظهار باور لري۔ ۔ ده ووئيل حكومت سنېما د 127 نه زرو ته رسول غواړي چې له مخې به ئې 20 زره د روزګار موقعې پېدا شي او دا صنعت به ښه شي۔ ده ووئيل د پاكستان راډيو او د پي ټي وي اكېډميز ضم كولو سره ميډيا پوهنتون جوړول غواري او په دې لړ كښې به د امريكې د مرستې هركلې كولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د افغانستان پشمول ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره غوره اړيكې غواړي٬ وزیراعظم په افغانستان كښې د ذاتي نوعيت اړيكې لري او ھغه په فاټا كتاب هم لېكلې دې
متعلقہ مضامین
-
PML-N purchasing votes for Rs 2,000 each a shameful act, says Fawad
-
Digitalized Pakistan needs millions of cybersecurity graduates to secure vital data: President
-
LDA demolishes illegal buildings
-
ECP bound to hold all elections, by-polls through EVMs: Fawad
-
BBC and a dangerous lawfare against Pakistan
-
54 suspects held during search operation
-
Pakistani soldier serving UN Mission in Central African Republic martyred
-
Pakistan’s trade deficit rapidly deteriorating
-
Sri Lankan citizen lynched over blasphemy allegations
-
Academics, youth abroad our ambassadors; help project positive reality immensely: Dr Moeed
-
Court grants two-day transit remand of Siraj Durrani
-
Buzdar felicitates newly elected body of EMRA