اسلام آباد ۔ یکم اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ددې عزم څرګندونه كړې ده چې حكومت به د مني لانډرنګ او غېر قانوني چېنلو دلارې د رقم د منتقل كولو مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كوي۔ د اېف آئي اے په شمول ټولې اړوند ادارې به په اړوند قانون كښې د بدلون كولو د لارې مضبوطولې شي۔ ده د ګل په ورځ د لوړې كچې يوې غونډې مشري كوله په كومه كښې چې اټارنی جنرل آف پاکستان، د خزانې سېكتر ٬ د قانون او انصاف وزارت ٬ د تجارت سېكتر ٬ د خارجه چارو لنډ مهاله سېكتر ٬ د سټېټ بېنك ګورنر ٬ خاص داخله سېكتر ٬ خاص فنانس سېكتر ٬ د اېف بي آر او نېب مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښی د هنډۍ حوالې او د غېر ملكي زر مبادلې د غېر قانوني منتقلۍ نورو چېنلو مخنيوي له اړوند قانون كښې د بدلون جاج واخستې شو چې ترمخه به ئې فارن اېکسچېنج رېګولېشن اېكټ 1947ء او ایف آئی اے اېکټ 1974ء، کسټم اېکټ 1969ء او اے اېم اېل اېکټ 2010ء كښې بدلونونه كولې شي۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې وزيراعظم څخه به زر تر زره ددې بدلونونو منظوري واخستلې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اسد عمر ووئيل چې د مني لانډرنګ او نورو نان بېنكنګ چېنلو د لارې د رقم دمنتقل كېدو په ضد به فعاله مهم پېل كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PTI MNA Zartaj Gul left the Glasgow Conference after confrontation with Amin Aslam
-
‘Our problem is not of poverty, but of inflation’, says Shaukat Tarin
-
Shahbaz seeks action against officers involved in Daska by-election fraud
-
Schools sealed for refusing measles vaccination in Peshawar
-
Malala Yousafzai officially graduates from Oxford University
-
State TV projecting social, cultural norms: Faisal Javed
-
DHA Lahore National Boxing Championship to kick off tomorrow
-
IG Punjab Rao Sardar Ali Khan takes notice of aerial firing at wedding ceremony in Sargodha
-
‘Beware, Omicron is spreading in the world fast’: Asad Umar
-
Sacked employees ordinance: SC adjourns hearing till Dec 1
-
Pakistan, Saudi Arabia sign $3bn deposit deal
-
SHC denies NAB’s plea against ex-NICL chairman’s acquittal