اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د نواز شريف سره د ډيل او په هغې كښې د سعودي عرب د كردار په اړه خبرونه بې بنسټه دي٬كه حكومت وغواړي هم نو نواز شريف سره كوم ډيل نه شي كېدې٬حكومت سرمايه كارۍ كښې خوښي لري٬د سعودي حكومت څخه د قرض اخستلو سوال نه پېدا كېږي٬مونږ خواهش لرو چې سعودي عرب په پاكستان كښې زياته سرمايه كاري وكړي٬پوځ٬عدليه او حكومت په يو پېج دي او ټولې ادارې په بشپړه توګه د يوبل مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل چې تېرو څو كلونو كښې د سعودي قيادت د نواز شريف څخه خبر نه و ځكه دا پوښتنه سمه نه ده۔ده ووئيل چې زمونږ ګوند د اعلٰی اخلاقي معيار په بنياد ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔زمونږ ووټ بنك فعاله دې٬زه دا په ډاګه كول غواړم چې مونږ د عدالت نه بهر چارې نه شو ترسره كولې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې مېډيا په غېر ضروري توګه د رانا مشهود بيان له هوا وركوي۔د هغه خپل ګوند د هغه د بيان څخه لاتعلقي اختيار كړې٬په دې اړه د هغه بيان كوم اهميت نه لري۔وفاقي وزير ووئيل حكومت سرمايه كارۍ كښې خوښي لري٬مونږ خواهش لرو چې سعودي عرب په پاكستان كښې زياته سرمايه كاري وكړي٬مونږ غواړو چې سي پېك كښې نور هېوادونه هم ګټھ پورته كړي۔ده ووئيل د سعودي حكومت څخه د قرض اخستلو سوال نه پېدا كېږي٬مونږ هڅې كوو چې د سعودي عرب څخه په تاخيري ادائيګو تېل ترلاسه كړو۔ده ووئيل د پخواني چيف جسټس افتخار چوهدري پشان خلكو هېواد ته زيان رسولې٬هغه خپل اثررسوخ استعمالولو سره د پي پي پي په دور
متعلقہ مضامین
-
LHC acquits death row prisoner, expressed reservations over police investigation
-
Experts aim to launch platform for adaptation tracking
-
NAB chairman hits back at criticism over recoveries
-
Pakistan conducts successful flight test of Shaheen-1A ballistic missile
-
Zero tolerance on incidents of abuse, harassment against women: IGP
-
KP set to launch massive skills trainings for youth
-
Lt Gen Nigar becomes first-ever female Col Commandant of AMC
-
Petrol prices in December to see full impact of global oil price drop: SPOX
-
Lahore second most polluted city after New Delhi
-
KE renovates government school in Karachi
-
Sports ground, state land worth 210mln retrieved in Punjab
-
Global drive against gender-based violence starts