اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي)پاكستان يو ځل بيا په نوي ډېلي زور راوړې چې هغوي پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د كېميائي وسلو د كارولو بې پرې پلټنې وكړي٬په افغانستان كښې د امنيت وضعې تر مستحكمېدو د امريكې او د اتحادي ځواكونو پاتې كېدل ضروري دي٬د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هندي ځواكونو د وحشيانه ظلمونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پھ مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو كښې هېڅ كمې نه دې راغلې٬وياند پھ نوي ډېلي زور راوړو چې هغوي په بانډي پوره كښې د هندي ځواكونو لخوا د كېميائي وسلو د كارولو بې پرې پلټنې وكړي۔وياند يو ځل بيا واضحه كړه چې د كشمير په مسئله د پاكستان په دريځ كښې هېڅ بدلون نه دې راغلې٬ ده ووئېل كه كشمير كښې د خپلواكۍ حق وركولو په اړه هند خپلو لوظونو عملي كولو ته تيار نه دے نو پاكستان د دې ذمه وار نه دې٬اوسني حكومت هم هند ته د مسئلو حل لپاره د خبرو اترو وړاندېز كړې ؤ۔ وياند ووئېل وړومبې هند په دې راضي ؤ او بيا د مذاكرات نه وتښتېد٬د افغانستان په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان پھ افغانستان كښې امن او استحكام غواړي٬په افغانستان كښې د سولې د هڅو ملاتړ او مرسته به روانه ساتلې شي۔وياند ووئيل د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬د افغانستان شخړه د افغان اولس او افغان دولت په مشرۍ كښې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي٬په افغانستان كښې د امريكائي ځواكونو د پاتې كېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل ملګرو ملتونو د امن او استحكام په خاطر امريكې او اتحادي ځواكونو ته په افغانستان كښې د پاتې كېدو مېنډېټ وركړې او هر كال د دې مېنډېټ تجديد كولې شي٬ ده ووئېل مونږ غواړو چې امريكا او اتحادي ځواكونه تر هغه وخت په افغانستان كښې پاتې شي تر څو چې د امن او استحكام مقصد نه وي ترلاسه شوې٬په لنډي درياب د اوبو ذخيرو جوړولو په اړه د افغانستان او هند د مرستې په اړه وياند ووئيل دواړه هېوادونه د اوبو وسيلو بهتر استعمال لپاره په تماس كښې دي۔پاكستان د نړيوال قوانين له مخې د اوبو وسيلې كارولو لپاره هڅې كوي او د دغې به دواړو هېوادونو ته ګټھ ورسي۔ده ووئيل پاكستان پھ جرائم پېشه عناصرو او د ترهه ګرو مخ نيوي لپاره په پوله خاردار تار لګوي او افغانستان هم داسې كولو ته اړتيا لري۔وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د پاكستان قامي ايئر لائن پي آئي اے پھ نوي ډېلي كښې د خپل اكاؤنټس په ريګولرائز كولو كښې ځينې ستونزو سره
متعلقہ مضامین
-
Pakistan to help Afghanistan in education sector: Alvi
-
Tareen sets the record straight
-
PM presenting Muslims’ case against Islamophobia effectively: Farrukh
-
Opposition involved in sale and purchase of votes: Khawar
-
Traders demand metro service from Rawat to Islamabad
-
PTI government to complete constitutional tenure: Buzdar
-
TTP commander escapes ‘drone strike’ at Afghan ‘safe house’
-
Pak-China peanut cooperation can be a solution to high edible oil prices
-
Voting underway to elect Shaukat Tarin as senator
-
Father and daughter die due to gas leakage in room
-
Agreement renewed to help learning outcomes for students
-
Farrukh asks Fazl to support EVMs for getting rid of rigging