اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي د پاكستان آئین هېواد كښې مېشته اقلیتونو ته د مذهبی،كلتوري او معاشی آزادۍ ضمانت وركوي، پاکستان د بيلو تهذیبونو هېواد دے او د بيلو مذهبونو مننونكې دلته په امن او سكون سره ژوند كوي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د خېبر پښتونخوا اقلیتی ځوانانو يو پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو پھ ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وزیر زادہ په مشرۍ كښې د دوهم سپیکر سره په پارلمان كښې ليدلې وؤ ۔ پلاوي كښې مسیحې، هندو، سکھ، قلاش او د نورو مذهبونو ځوانان شامل وؤ۔ دوهم سپيكر د هېواد په پرمختګ كښې د اقلیتونو خذمات ستائلو سره ووئيل د هېواد په جوړولو كښې اقلیتونو مهم كردار ترسره كړې او دا مهال هم اقلیتونو سره تعلق لرونكې كسان د ژوند په بيلو څانګو كښې پھ زړه پورې خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل مونږ ټول د دې هېواد وګړي يو او دا زمونږ كور او او زمونږ پيژندګلې ده ٬ مونږ ټول يو قام جوړيدو سره د هېواد تعمیر او پرمختګ كښې كردار ترسره كوو۔ده ووئيل هند سره د اوسني تاؤ ترېښوالې په مهال قام چې د كوم اتحاد او يووالې څركندونه كړي هغه د ستائنې وړ ده۔ ده د اقلیتونو د حقونو تحفظ له د عزم څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع قامی اسمبلۍ كښې د قانون سازۍ دوهم سیکتر محمد مشتاق ګډون كوونكو ته د قامی اسمبلۍ او قائمه کمېټيو جوړولو او د کار تګلارې او آئین كښې د اقلیتونو پھ اړه په دفعات تفصیلی بریفنګ وركړو۔ د خېبر پښتونخواہ اسمبلۍ غړي وزیر زادہ د دوهم سپيكر مننه كولو سره ووئيل حکومت د اقلیتونو د حقونو تحفظ او ټول سیاسی او سماجی څانګو كښې د هغوي شمولیت باوري كولو له پورته كړې ګامونه وستائل
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s national pavilions open in Beijing
-
Govt’s focal point is to serve humanity: Hamza
-
7 Reasons Why Good Network Security Is Important
-
Digital platforms amplified at Technology for Justice Forum
-
Posters urge people to save Bandipore from BJP-Hindutva
-
72,422 children to get polio vaccine, vitamin A drops in Mirpur
-
Sindh bearing entire burden of water scarcity: Sharjeel
-
SBP expected to increase interest rate today
-
Cyber Security Expert Muhammad Asad Ul Rehman receives “Sitara-e-Samaj”
-
Elections (Amendment) Ordinance 2022 laid in NA
-
IHC summons AGP in Punjab governor’s removal case
-
Mazari claims was asked to appear at ISI HQ over missing persons bill