اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي مذهبی او كلتوري اعتبار سره پاکستان او سعودی عرب په پيړو اډانه اړيكې لري،د پاکستان اولس د خادم الحرمېن الشریفېن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود لپاره عقیدت او احترام لري۔ دې د زيارت پھ ورځ د سعودی عرب په پاکستان كښې تعینات سفیر سره د ملاقات په مهال خبرې اترې كولې۔د سعودی سفیر ووئيل سعودی عرب پاکستان كښې د كلتوري سنټر جوړولو خوښې لري۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د سعودی عرب د اړخه د پاکستان په پايه تخت اسلام آباد كښې د كلتوري سنټر جوړولو پروګرام هركلې كولو سره ووئيل دې كلتوري سنټر جوړولو كښې به بشپړه مرسته كولې شي۔د سعودی سفیر ووئيل سعودی عرب ویژن 2030 تر نظر ساتلو سره د پاکستان څخه هنر منده وګړو ته به پھ سعودی عرب كښې هركلې وئيلي شي۔ده ووئيل د پاکستان او سعودی عرب اړيكې په حکومتی كچه د دواړه هېوادونو اولس كښې قوي دي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان د پاکستان اوسنۍ دوره مهمه وه، د محمد بن سلمان د پاکستان دورې په مهال د معیشت په شريكو لوظنامو لاس ليك شوې۔ دې ووئيل محمد بن سلمان د دورې پھ مهال دا وئيل چې ”زه دې په سعودی عرب كښې د پاکستان سفیر وګڼلې شم” دد واړه اسلامي هېوادونو قوي اړيكو څرګندونه كوي۔ ډاکټر فردوس عاشق ووئيل په هر سخت وخت كښې سعودی عرب د پاکستان ملګرتيا كړې۔ملاقات كښې په كلتوري او د میډیا مرستې په اړه د ایګزیکټو پروګرام په حقله خبرې اترې وشوي۔ ملاقات كښې د دواړه هېوادونو كلتوري هلو ځلو په اړه كلن کیلنډر ترتیب كولو ته سلا راغله۔ډاکټر فردوس عاشق اعوان د پاکستان او سعودی عرب اړيكو لا قوي كولو كښې د سعودی سفیر کردار وستائلو
متعلقہ مضامین
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
Another police inspector shot dead
-
IHC links anchorperson’s arrest with its approval
-
PML-N is all set for fresh elections but PPP opposing it
-
PM lauds law enforcement agencies for rendering duties in Red Zone
-
Indian court sentences Yasinb Malik to life imprisonment
-
SC allows PTI to hold rally in H-9 area of Islamabad
-
Local government elections in Balochistan to be held on May 29
-
Man kills ‘issue-less’ wife
-
Child marriages key factor in secondary school dropout: Research
-
Raja Riaz assures optimum cooperation to govt
-
IHC directs FIA to review its case against anchorperson