اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال او د پاكستان ټورازم ډوېلپمنټ چيئرمېن سيد ذوالفقار بخاري وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا په نقش قدم به پي ټي ډي سي په قومي كچه د سېلګرې ودې لپاره اېپلي كېشن﴿اېپ﴾ جاري كوي چې ورسره به د ځائي او غېر ملكي سېلګرو په راغب كولو او دوي ته د معلوماتو په وركولو كښې مرسته وشي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې حكومت د سېلګرې ودې لپاره اقدامات كوي۔ دې سره د هېواد معيشت ته هم ګټه ورسي٬ سېلګري به وده وكړي او سېلګري به اسانيې هم ترلاسه كړې شي۔ ده د خېبر پښتونخوا د ټورازم كارپورېشن د اقداماتو او حكمت عملې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې د سېلګرې ودې لپاره به ټېكنالوجي كارولې شي۔ ده ووئيل چې د سېلګرې ودې لپاره 160 مليونه روپې بېلې كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې د سېلګرې ودې لپاره آن لائن وېزه او نور اقدامات شوي دي او د دې مثبتې نتيجې راوځي۔
متعلقہ مضامین
-
Moody’s lowers Pak outlook to ‘negative’
-
Pakistan & Turkey ‘one nation, living in two countries’ says PM
-
SC tells govt to legalise changes in ECL rules
-
Sanaullah waits for bail to expire to arrest Imran Khan
-
‘Universities follow HEC guidelines for uniform semester system’
-
Australia happy to reach World Cup finals ‘the hard way’
-
CM urged for probe into illegal commercialization
-
Over 95pc judgments of Federal Ombudsman implemented: Ejaz Qureshi
-
IHC disposes of plea related to vote of overseas Pakistanis
-
Army slams BJP leaders’ blasphemous remarks
-
PM abolishes taxes on raw materials of export industry
-
Iman Mazari’s interim bail extended until June 20