اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) احتساب عدالت په اېل اېن جي كوټه كېس كښې نيولي شوي پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په 13 ورځو جسماني ريمانډ نېب ته سپارلې دې۔ د جمعې په ورځ قامي احتساب بېورو (نېب) شاهد خاقان عباسي د جج محمد بشير په عدالت كښې وړاندې كولو سره موقف خپل كړو چې تورن څخه نور تفتيشن پكار دے او دې لپاره د تورن د 14 ورځو ريمانډ دې منظور كړې شي۔ نېب شاهد خاقان عباسي د اېل اېن جي ټرمينل په معامله كښې د اختياراتو په ناجائزه كارولو او قامي خزانې ته د يو نېم ارب روپو زيان رسولو په تور نيولې دے۔ د سماعت په مهال جج محمد بشیر شاهد خاقان عباسي سره په خبرو كښې ووئيل تاسو به څه وئيل غواړۍ٬ نو په دې شاهد خاقان عباسي ووېيل زه غواړم چې د 90 ورځو جسماني رېمانډ راكړې شي دغسې چې زه نېب په اېل اېن جي كېس پوهه كړم ځكه چې تراوسه نېب د اېل اېن جي په كېس نه دې رسېدلې٬ جج د تورن نه پوښتنه وكړه چې ستا وكيل چرته دے نو ده ووئيل زه د خپل ځان پخپله وكيل يم۔ شاهد خاقان عباسي عدالت ته خواست وكړٶ چې د كور نه د پرهېزي خوراك راوړلو دې اجازه راكړې شي٬ جج ووئيل نېب به تاسو له پرهيزي خوراك جوړوي۔ عدالت د نېب چارواكو لخوا د شاهد خاقان عباسي د جسماني ريمانډ خواست په منظورولو هغه د 14 ورځو په جسماني ريمانډ نېب ته اوسپارلو ۔ د يادونې وړ ده د زيارت په ورځ شاهد خاقان عباسي لاهورته روان ٶ چې په ټهوكر نياز بېګ ټول پلازه نېولے شوے ٶ۔(ګ ل
متعلقہ مضامین
-
President Alvi says trend of Islamophobia worsening in India
-
Shujaat vows to help govt steer country out of crisis
-
PHC conducts 3-day training workshop for PIC staff
-
Reality of India’s “democratic face” before world to see: PM
-
OIC and UN must rein in Modi’s fascist govt: Sherry
-
NA condemns derogatory remarks by BJP leaders
-
Bilawal leaves for two-day official visit to Iran today
-
Court extended interim bail of PTI’s leaders
-
ECP sets up 109 centres for data verification in voters’ list
-
Stable Pakistan guarantees Indian Muslims safety: Ashrafi
-
Elahi chairs own session at assembly chambers
-
Job advertisement circulating on social media fake: Railways