اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د آزاد جمو و کشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي د آرټيكل 370 خاتمه د شېخ عبدالله او د مفتي سعيد د كورنۍ ماتې ده ٬ دوي د تېرو 70 كالو راهسې د دې آرټيكل تر سېوري لاندې د هند د مفاداتو تحفظ كولو٬ اوس محبوبه مفتي او عمر عبدالله هم د هند په اړه ھغه څه وائي كوم چې حريت قيادت وئيل٬ د هند لخوا د آرټيكل 370 خاتمې نه پس د هند پلويانو كشميري ګوندونو سره د آزادۍ په تحريك كښې د شاملېدو او د نوې ډيلي په ضد د هڅو كولو نه علاوه بله لاره نه ده پاتې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كشمير هاٶس اسلام آباد كښې د ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زياتره كشميريان پرون هم د هند په ضد وٶ او نن ئې هم مخالفت كوي او بيا لپاره به هم كوي۔ ده ووئيل هندي واكمند چې د مقاٶمت تحريك ته د تنګېدو په سبب كوم اقدامات كوي دې سره به د كشمير مسئله هوارېدو له هېڅ مرسته ترلاسه نه شي بلكې دا صورتحال به لا پېچلې شي۔ده ووئيل د هندي آئين آرټيكل 35 اے تحليل كېدل يوه په سوچ تر سره شوې منصوبه او ناوړه سازش دے چې مقصد ئې كشميريان د ھغوي د حقونو نه محرومه ساتل او د ھغوي اكثريت په اقليت بدلول دي۔ ده ووئيل د هند دې اقدام سره مقبوضه کشمير، آزاد کشمير او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان راپار شوي او غصه دي٬ دوي دا خيال لري چې مونږ ديوال ته ورنزدې كړې شوې يو۔ ده ووئيل د كشمير شخړه درې فريقېن لري او ملګري ملتونه چې په وړاندې ئې د كشمير يو حل طلب كشاله ده د دې قضيې څلورم فريق دے۔ ده ووئيل هند د پاتې دريو فريقينو د
متعلقہ مضامین
-
11,500 KP cops to perform security duty during Muharram
-
Politics to make money
-
Dr Mukhtar assumes charge of Chairman HEC
-
CM to visit flood-hit areas
-
Ahsan asks HEC to align higher education sector with modern trends
-
Constitution of special committee on child marriage bill urged
-
Plantation drive on highways in full swing
-
Pakistan reaffirms ‘One-China’ policy
-
Pakistani students to help cement Pak-US ties: Masood Khan
-
Tale of two references: PTI
-
Madinah court sentences six Pakistanis for disrespecting Masjid-e-Nabwi
-
“Who has the guts to disqualify Imran Khan?” asks Fawad Chaudhry