ملګري ملتونه 19 دسمبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس په افغان طالبانو زور راوړے چې هغوي د افغان خاورې څخه د پاكستان يا په كوم بل ګاونډي هېواد د ترهه ګرو تنظيمونو بريدونو مخ نيوې وكړې۔ملګري ملتونه په دې لړ كښې ډي فيكټو چارواكو سره خبرې اترې كوي۔د ګل په ورځ د اے پي پي نمائنده د پاكستان په ضد د تحريك طالبان(ټي ټي پي)لخوا پورې غاړې څخه د زياتو شوو ترهه ګرۍ بريدونو په اړه پوښتنه وكړه چې پكښې د ځينو ځانونو زيان شوے ۔د دې په ځواب كښې د ملګرو ملتونو مشر ووئيل مونږ ګڼو چې د طالبانو لپاره دا ډېره ضروري ده چې هغوي د پاكستان پشمول د نورو ګاونډيانو هېوادونو په ضد د څه هم ډول ترهه ګرۍ هلو ځلو اجازه ورنه كړي۔ده د دې كال په آخر كښې په خپل يو پرېس كنفرنس كښې ووئيل ځينې ښكاره څيزونه دي كوم چې به طالبانو له د نړيوالې وروورلۍ او د خپل افغانستان په ګټه كول وي۔سېكرټري جنرل په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان په اقتدار كښې د ټولو نسلي ډلو نمائندګي پكار ده۔ده ووئيل دوهمه خبره د بشري حقونو او په خاص توګه د انجونو سكولونو ته د تللو حقونو په اړه ده۔ټولو ماشومانو له بلاامتياز په هره كچه سكول ته تلل پكار دي۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab ideal for foreign investment: Buzdar
-
PTI taking measures to revolutionize industrial sector: Fawad Chaudhary
-
Khattak felicitates PMSA for inducting new vessel
-
FATA students: NA body seeks HEC notification for doubling seats
-
Can’t shake hands with corrupt: PM
-
Fawad concerned over frequent criminal incidents in Sindh
-
Balochistan forests deplete under nose of forest dept
-
Iraqi govt urged to issue visas for urs
-
Govt committed to GB development: Tarin
-
Pakistan has largest youth force for development
-
Time ripe for Pak-China logistic cooperation
-
COMSTECH to celebrate World Science Day