اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمداسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان د ديواليه كېدو هېڅ امكان نشته٬ داسې خبرې كوٶنكي تش دې نامې دانشور به ناكامه او مايوسه كېږي، پاکستان د ستونزو نه رابهر كول دي٫په اقتصادي زونز كښې پيشرفت روان دې، زراعت لپاره پېکېج وركړې شوې دې، د حسابات جاريه د كهاتو زيان د اته فيصده نه لاندې راوستل٬ پرائمري بېلنس سرپلس كول او سټاک ايکسچينج ښه كول زمونږ په وړومبي ترجيحاتو كښې شامل دي۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ په پاکستان سټاك ايکسچينج كښې ګونګ دستوره ته په وېډيو خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د خزانې وزير په دستوره كښې د ګډون كولو په بلنه د انتظاميې مننه وكړه۔ ده ووئيل د سټاك او کيپټل مارکيټ پرمختګ زمونږ د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ د خزانې وزير ووئيل د بده مرعه پخواني حكومت د نورو څانګو غوندې دا څانګه هم نظر انداز كړې ٬ د بده مرغه سيکورټي اينډ ايکسچينج کميشن د تېرو دوو كالو راهسې فعاله نه ٶ٬ موجوده حكومت د سپېځلي عمل د لارې دا بشپړ كړو٬ د اېس اي سي پي په قوانينو كښې مونږ بدلون كړې۔ ده ووئيل د كوم هم هېواد رخ سمولو او په مثبت لاره روانولو كښې د سټاك اېكسچېنج كردار مهم وي
متعلقہ مضامین
-
Three important decisions taken to fix gas issues: Hammad
-
Islamabad records 86 new cases of dengue fever
-
IHC bans constructions at Margalla Hills National Park
-
Islamic calligraphy attracts visitors at Lok Mela
-
Terrorism in Sindh transforms into ‘Sardargardi’: Haleem
-
‘Pakistan going through a critical period’
-
Nawaz Sharif’s property to be auctioned on 19th
-
SC orders reconstruction of quake-hit schools in KP
-
PM building Pakistan as per Quaid’s vision: Sarwar
-
Canadian author loses defamation case over allegations of Pakistan links with Khalistan Referendum
-
DG ML&C reviews medical facilities
-
Karachi gets sixth shelter home