اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود وئېلي دي چې د ټانك د اولس ټولې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ټانك خپلې دورې په موقع ضلعي انتظاميې څخه د بريفنګ اخستلو په مهال وكړه۔ وفاقي وزير مولانا اسعد محمود په دې موقع ډپټي كمشنر ته هدايات وركړل چې د ټانك د سټي روډ تعمير او مرمت كار دې زر تر زره بشپړېدل باوري كړې شي دغسې چې اولس ته تګ راتګ آساني وركړې شي او دوئي په خپلو تجارتي هلو ځلو جاري ساتلو كښې ستونزو سره مخ نه شي۔ ده ووئيل چې په وفاق او صوبه كښې د ښې غمغږۍ سره د اولس مسئلې حل كېدې شي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې وفاقي او صوبائي حكومت په ګډه اولس لپاره مثبت او تعميري كردار ادا كړي۔د ټانك ډپټي كمشنر حميد الله خان خټك په دې موقع د مواصلاتو وفاقي وزير اسعد محمود ته يادګاري شيلډ وړاندې كړو
متعلقہ مضامین
-
LHC acquits death row prisoner, expressed reservations over police investigation
-
Experts aim to launch platform for adaptation tracking
-
NAB chairman hits back at criticism over recoveries
-
Pakistan conducts successful flight test of Shaheen-1A ballistic missile
-
Zero tolerance on incidents of abuse, harassment against women: IGP
-
KP set to launch massive skills trainings for youth
-
Lt Gen Nigar becomes first-ever female Col Commandant of AMC
-
Petrol prices in December to see full impact of global oil price drop: SPOX
-
Lahore second most polluted city after New Delhi
-
KE renovates government school in Karachi
-
Sports ground, state land worth 210mln retrieved in Punjab
-
Global drive against gender-based violence starts