كراچی 07 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئيلي دي بايد په 8 فروري د ټولټاكنو كېدو په اړه څوك شك ونه لري ، دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي، د الیكشن كمېشن به مالي ، انتظامي او امنيتي ضروریات پوره كولې شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د اطلعات نګران صوبائی وزیر احمد شاه سره پرېس كنفرنس په مهال كړې ده۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل مونږ هڅه كوو چې وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه د رابطې كوم كمے نه وي،په دې اړه د اطلاعات صوبائی وزيرانو سره په ګډه تګلاره جوړوو۔ ده ووئيل دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي، د الیكشن كمېشن مالي ، انتظامي او امنيتي ضروریات به پوره كولې شي،د پاكستان د آئین په تمهید كښې ليكلې شوي چې هېواد به منتخب نمائندګان چلوي۔ده ووئيل لوئي پالیسي پريكړې د منتخب پارلیمان كار دے،مونږ هڅه كوو چې كله راهسې حكومت ترلاسه شوے ،د هغې نه پس حالات خراب نه وي، ده ووئېل دا د ټاكلي حكومت او منتخب پارليمان كار دے٬مونږ ته چې په كوم حالت كښې هېواد ترلاسه شوے ؤ٬ د هغې څخه په بهتر حالت به راروان حكومت ته سپارلے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب نګران وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د آزادو او سپيځلو ټاكنو په چمتوالي نيولو كښې بوښت يو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬ ده ووئېل د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلي نمائندګان جلوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ دوه مياشتي لنډه موده كښې د كراچۍ څو دورې كړي، نګران وزیراعظم تيرو ورځو كښې د كراچۍ دوره كړې،دلته د خپلې دورې په مهال هغه د سوداګرو سره ملاقات هم كړے ۔ ده ووئېل نن هم وزیراعظم د كراچۍ دوره كوي، د اسټاك ایكسچینج دستوره كښې به ګډون كوي۔ ده ووئيل نګران وزیراعظم د صوبو او بيلو ښارونو د تللو ښه ريكارډ لري،چرې به چا هم داسې فرینډلی وزیراعظم نه وي ليدلے ۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب مرتضیٰ سولنګی ووئيل د امنيت اندېښنې په هر الیكشن كښې وي،د كال 2008ء د ټاكنو كمپائن په مهال پخوانۍ وزیراعظمه محترمه بے نظیر بھټو شهيده شوې وه،كال 2013ء په ټاكنو كښې هم د امنيت چیلنج موجود ؤ۔ده ووئيل تر اوسه داسې كوم صورتحال نه دے رارمخې ته شوے چې كوم زمونږ امنيتي ادارې كنټرول نه كړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
د نېشنل هېلتھـ سروسز٬ رېګولېشنز او كوآرډينېش كمېټې غونډه ﴿نن﴾ كېږي
-
د سېنېټ د سي پېك خاص كمېټې غونډه به د نهې په ورځ په ګوادر كښې كېږي
-
مسلم لیګ (ن) د شهبازشریف او خواجه سعد رفیق پروډکشن آرډر لپاره خواست د قامی اسمبلۍ سپیکر په دفتر كښې جمع کړو
-
هندي عسكرو په مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو سره د سيز فائر خلاف ورزي كولو سره په شاه كورټ سېكټر آبادي په نښه كړی
-
د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني د نېشنل پرېس كلب نوې ټاكلې شويو عهدېدارانو ته مباركي ٬ حكومت آزادۍ سره د رائې په څرګندونه بشپړه باور لري
-
د عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ په لاره روان دے۔ سردار ذالفقار علي خان دلهه
-
6 مياشتو كښې د بهرنيو پاكستانيانو لخوا په ترسيلات زر كښې 10 فيصده اضافه شوې۔ د خزانې وزارت وياند
-
د فرنس آئل په درآمد بندېز لګولې شوې ۔ د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان مركه
-
په پارليمان كښې د مخالفې ډلې ګوندونو په هره معامله يوې تږ لارې لپاره د كمېټۍ جوړولو اعلان وكړو
-
د آئي لېټس، ټوفل، او جي آر اي په امتحانونو كښې د فېس طاقت نه لرونكو زده كوٶنكو لپاره د معاونتي پروګرام په پېل كولو غور
-
د كينو٬آلو او نورو برآمدي فصلونو په اړه كارټلائزېشن كېږي
-
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د نوموړي فنكار ګلاب چانډيو په مړينه خواشيني اوښودله