اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پی پی) د تجارت، صنعت او پیداوار نګران وفاقي وزير ډاکټر ګوهر اعجاز په درېم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون لپاره د چين په يو مهمه دوره روان شوے دے۔ هغه به د اکتوبر په 17-18، 2023 د بېلټ اېڼډ روډ 10 كلونو په بشپړه كېدو تابيا كېدونكي فورم كښې ګډون كوي۔ هيله ده چې دا فورم به نړيوالې همكارۍ ته وده وركولو لپاره يو مهم پلېټ فارم ثابت شي۔ په دې فورم کښې به د مختلفو حکومتونو/دولتونو مشران او همدارنګه د یو شمیر نړیوالو ادارو استازي ګډون وکړي۔ د خپلې دورې په مهال به نګران وفاقي وزير د چين له لوړپوړو سوداګرو مشرانو، د اېګزم بېنک صدر او نورو مشرانو سره ملاقاتونه کو دغسې چې دوه اړخيزه تجارت او د كاروباري مصروفيت سوا كولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړې شي۔ نګران وفاقي وزير به دوه كاروباري نېټ وركنګ فورمز ته خطاب خطاب هم كوي چې پکښې د ډیرو چینایي شرکتونو د ګډون تمه کیږي۔ د دې دورې محور د خوراك او كركيله ٬ ټېكسټائل ٬ کان کېندنې او د وېليو اېډډ کان کېندنې مصنوعاتو ٬ نوې ټیکنالوژۍ، نوي بریښنایی موټرو، سولر پینلونو او ای کامرس کښې چین ته د پاکستان صادراتو ته وده ورکول دي۔ نكران وزير به د فوډ پروسسنګ كمپنۍ كوفكو مشر سره هم ملقاات كوي۔ د تجارت وفاقي وزير به د خپلې دورې په مهال د بېلو څانګو استازو سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي او دوئي به په پاكستان كښې د نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ (اېف ډي آئي) امكاناتو ٬ د چينائي سرمايه كارۍ موقعو ٬ د چيني صنعتونو پاكستان ته منتقلۍ او نوې ټېكنالوجيز څخه د استفادې كولو موقعو په اړه خبروي۔
متعلقہ مضامین
-
CEOs of health dept directed to improve their performance
-
Can NOTA solve Pakistan’s dilemma?
-
‘Performing of duties should not be affected’
-
Four snatchers arrested, 6 stolen motorcycles recovered
-
Rasheed wants dissolution of KP, Punjab assemblies
-
Army has nothing to do with NA episode
-
Brazilian coach train Pakistan players in Islamabad
-
Hindu activists ablaze houses, shops of Muslims in Rajasthan
-
ECP denies issuing any statement on elections
-
Bill Gates in letter to President lauds commitment for polio-free Pakistan
-
Court adjourns reference against Zardari till 18th
-
Shehbaz asks COAS, ISI chief to prove if opp committed treason