اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ مسیحی ورورولۍ له په کرسمس مبارکي وركولو سره وئيلي چې مسیحی ورورولۍ په پاكستان كښې په بيلو څانګو كښې او په خاص توګه د تعليم او صحت په میدان كښې مهم خدمات ترسره كړې دي، پاکستان كښې اقلیتونه محفوظ دي ،هندو سکھ عیسائی او د نورو مذهبونو منونكو حقونه برابر دي،د هېواد پرمختګ لپاره به ټولو په ګډه كار كول وي۔ده د خالي په ورځ د بشري حقونو وزارتِ د سيوري لاندې بین المذهبي همغږۍ او کرسمس دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث خطاب کولو۔د بشري حقونو نګران وفاقی وزیر حقوق خلیل جارج،رویت هلال کمېټۍ چیئرمېن مولانا عبدالخبیر آزاد،سینئر پاسټر انور فضل هم خطاب وكړو۔نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ دستوري ته وينا كښې ووئيل ټول انبیا د يو نور لړۍ دي په دې كښې فرق نه شي كيدې۔حضرت آدم نه تر نبی کریم صلی اللہ علیه وسلم ټول زمونږ لپاره د قابل احترام دي۔ده ووئيل د اقلیتونو او مسیحیانو د عبادت ځايونو تحفظ زمونږ د ايمان برخه ده،اسلام بنیادی ارکان په شان د مسیحی ورورولۍ او اقلیتونو د حقوق او د هغوې د عبادت ځايونو تحفظ هم درس وركړې شوې۔مونږ مسیحیانو ته د اهل کتاب په توګه ګورو۔ده ووئيل د کرسمس خوشحالۍ په دې موقع د غزہ وګړي هم ياد وسالې شي۔فلسطین زمونږ مقدس خاوره ده۔مونږ د نړۍ څخه غوښتنه كوو چې په سمدستي توګه په بشپړه ډول سیزفائر وكړې شي۔بشري مرستې له دې لاره وركړې شي۔مونږ د ټولو لپاره د امن غوښتنه كوو۔په دې موقع خلیل جارج نګران وزیر اعظم له شيلډ وركړو۔ماشومانو ټیبلوز هم وړاندې كړل۔
متعلقہ مضامین
-
International forum underlines Pak-China space cooperation
-
High-level meeting discusses Ramazan bazaars arrangements, price control
-
Historic Jamia Masjid Rawalpindi faces acute water shortage, lack of ETBP’s patronage
-
Minister advises to adopt precautionary measure during heat wave
-
PTI challenges LHC single bench order
-
Court allows physical remand of Sheikh Rashid’s nephew
-
Pakistan rejects report of so-called Indian Delimitation Commission for IIOJK
-
PHA all out to beautify Sargodha city: Director PHA
-
Rescue 1122 services lauded
-
Police recovers drugs, six held
-
PEMRA bans airing of content against army and judiciary
-
Only animals can be ‘neutral’, not humans