اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) د ګرد هېواد په څير په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې هم د شورؤ په ورځ وړوكے اختر جوش ٬ جذبې ٬ عقيدت او احترام سره ولمانځلے شو٬ وزيراعظم شهباز شريف د اختر لمونځ په لاهور صدر مملكت آصف علي زرداري په نواب شاه كښې ادا كړو ٬ د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير اختر په وړاندې مورچو ځوانانو سره ولمانځلو۔ په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د وړوكي اختر مركزي اجتماع په فيصل مسجد كښې وشوه۔ د پاكستان په دوره راغلي د مسلم ورلډ لیګ عمومي سېكتر محمد بن عبدالکریم العیسی خطبه وركړه۔ اعلی حکومتی شخصیاتو د اسلامي نړۍ سفيرانو او ګڼ شمېر عام وګړو په فيصل مسجد كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ وزیراعظم شهباز شریف د هېواد او قام سوكالۍ او د امت مسلمه يو والي لپاره خصوصي دعا وكړه۔ وروسيو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د اختر لمانځلو په مهال به مونږ له خپل هغه ورونړا خوېندې ياد ساتل وي كوم چې مونږ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل قوم ته ووئيل چې هغه دې د پاكستان د قائد اعظم او علامه اقبال د وژنن له مخې د يو اسلامي فلاحي رياست جوړولو عزم پخلے وكړي۔ ده ووئيل مونږ له به د مظلوم كشميري او فلسطيني اولس ملاتړ كولو له د غږ پورته كولو عزم كول وي د كومو چې نن وينه تويولې شي۔ وفاقی وزیر عطا تارړ او حمزہ شهباز شريف هم وزيراعظم سره لمونځ ادا كړو۔ صدر آصف علي زرداري د اختر لمونځ په نواب شاه كښې ادا كړو۔ په دې موقعه صدر مملكت د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ او پرمختګ لپاره دعا وكړه۔ ده په مسجد كښې موجود خلقو سره جوړ تازه وكړه او هغوي ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د پاک پوځ مشر جنرال عاصم منیر په قطبي وزيرستان كښې په وړاندې مورچو ځوانانو سره د كوچني اختر اولنۍ ورځ ولمانځله او دوئي ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منیر د شمالی وزیرستان د ميرانشاه او سپين وام سيمو دوره وكړه۔ ده په وړاندې مورچو ځوانانو سره د اختر لمونځ وكړو۔ د پوځ سرلښكر د پاکستان استحكام او سوكالۍ له دعاګانې وكړې او ځوانانو ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ ده ملت لپاره د هغوي د مضبوطې جذبې او خذماتو ستائنه وكړه۔ جنرال عاصم منېر ته د آپرېشنل تیاریانو ٬ د امنيت روانې وضعې او پاك افغان پولې سره د حفاظتي اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د پاك پوځ مشر د قربانيو په نتيجه كښې د ترلاسه شوي امن حفاظت له د اجتماعي هڅو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل د سترو قربانيو په نتيجه كښې ترلاسه شوے امن په ځايې ساتل د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل د شهيدانو د قربانيو په نتيجه كښې ضم شويو ضلعو او د خېبر پښتونخوا سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره محفوظ چاپېرچل رامخې ته شو۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې د ملت په خذمت كښې خپلو پېشه ورو ذمه وارو ته خاص پاملرنه وكړي۔ ده امن او استحكام لپاره د فارمېشن د كردار ستائنه هم وكړه۔ د څلورو واړو صوبو د پلازمينو په عيدګاه او جامع مسجدونو كښې د اختر لويې اجتماعات وكړې شول۔ په لاهور كښې تر ټولو لويه اجتماع په تاريخي بادشاهي مسجد كښې وشوه۔ دغلته لمونځ د مولانا عبد الخبير آزاد په امامت كښې ادا كړؤ شو۔ د پنجاب ګورنر په بادشاهي مسجد كښې د اختر لمونځ وكړو۔ دغسې د كراچۍ ٬ پېښور ٬ كوئټه په شمول د هېواد په ټولو لويو ښارونو او كليو كښې د اختر اجتماعات وكړې شول په كومو كښې چې د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ او استحكام لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان سره سره د هېواد په ګڼ شمېر سيمو كښې په مېدانونو او جوماتونو كښې اجتماعت وكړې شول۔ په كراچۍ كښې په پولو ګراؤنډ كښې د سندھ ګورنر په شمول نورو سياسي لارښودو د اختر لمونځ ادا كړو۔ د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور او د بلوچستان په كوئټه كښې هم د اختر د لمونځ لويې اجتماعات ترتيب كړې شول۔ په ګرد هېواد كښې د وړوكي اختر په موقعه د امن وضعه په ځايې ساتلو له د امنيت فول پروف انتظامات وكړې شول۔ د اختر خوشحالي پاكستاني اولس په بېل بېل ډول ولمانځله۔ د اختر په شپه په بازار كښې زيات رش وليدلې شو۔ مېرمنو مهندي ولګوله او ځوانانو ځان د هیر سیلون دكانونو كښې تيار كړو۔
متعلقہ مضامین
-
LHC orders ECP to decide plea against Bilawal within 30 days
-
Ishrat Ali removed as secretary overseas Pakistanis
-
ECP releases data of assets owned by PM, Imran and others
-
Prosperity impossible without participation of women’
-
MQM-P wins neck-to-neck race
-
FATF acknowledges completion of Pakistan’s Action Plans and authorizes an on-site visit
-
Rising cost of energy, taxation haunts ceramic tile industry
-
CPSP, Gambat Institute sign MoU
-
Priyanka Chopra celebrates Nick Jonas first father’s day enthusiastically
-
Mazari tenders ‘apology’ over remarks; IHC dismisses case
-
Hamza owns assets over Rs410m, Buzdar nearly 51m
-
Govt to take more ‘tough’ decisions if need be: PM