اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ترکمانستان سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو سره په دې خبره زور رواړے چې ترکمانستان له د ګوادر بندرځاے څخه د سيمه ايز تجارت ودې لپاره ګټه پورته كول پكار ده۔ د ايوان صدر پريس ونګ له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري دا خبرې د ترکمانستان کابينې دوهم چيئرمېن او خارجه وزير راشد ميردوف سره وكړې چا چې دوي سره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو ۔ صدر مملکت ترکمانستان سره د اړيكو مضبوطيا لپاره د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل د پاکستان او ترکمانستان اړيكې په منطقه كښې د امن او خوشحالۍ په مشتركه وژن اډانه دي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې دورو تبادلې د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د شريكې خوښۍ مظهر دي ۔ ده د پاکستان او ترکمانستان ترمېنځه د روابطو د زياتولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل په دواړو هېوادونو كښې تجارتي، اقتصادي، سرمايه کاري او كلتوري اړيكې دې لا زياتې كړې شي۔ صدرمملکت ووئيل د ترکمانستان زده كوٶنكي د پاکستان طبي ادارو څخه زده كړه كولې شي۔ د ترکمانستان خارجه وزير ووئيل د پاکستان او ترکمانستان ترمېنځه په زړه پورې اړيكې قائمې دي٬ ترکمانستان به پاکستان سره اقتصادي، كلتوري او تعليمي مرستې ته وده وركول دوامداره ساتي۔ دغسې ده د دواړو وروڼو هېوادونه يو بل سره تړلو لپاره د موټروېز او رېلوے په جوړولو زور رواړو۔
متعلقہ مضامین
-
182 processions, 165 Majalis to be held during Muharram in Islamabad
-
IG Punjab says operations over violation of NAP continue in Punjab
-
Karachi to get another two seawater desalination plants
-
Kashmiris’ lockdown continues for over three years
-
Iraq tensions soar as protesters rally against occupation of parliament
-
Shujaat urges CM Pervaiz Elahi to ‘get back home’
-
Imran agrees to only 18-member Punjab cabinet
-
11 versus 1
-
When it rains, it pours: tremors shake shattered Balochistan
-
SC questions maintainability of petition against Imran
-
Railways police observe ‘Police Martyrs’ Day’ at all divisional level
-
Nation kicks off preparations to celebrate 76th Independence Day