اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د زده كړو وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي چې تعليمي ذمه وارۍ به په ګډه ترسره كول وي٬ د وخت د بدلېدونكو غوښتنو له مخې ټېكنالوجي كارول زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ د جمعې په ورځ ډاكټر خالد مقبول صديقي د وفاقي تعليمي بورډ تر اهتمام لاندې د انټرمېډيټ پارټ ون او پارټ ټو د نتيجو اعلان دستورې خاص مېلمه ؤ۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ده كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو او استاذانو ته مباركي وركړه او د نتيجو په وخت مرتب كولو له يۍ د وفاقي تعليمي بورډ د هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ ځوانان صلاحيت لرونكي دي او دا كاميابي د دې قام كاميابي ده۔ ده ووئيل پاكستان په هغه خوش قسمته هېوادونو كښې شامل دے چرته چې د آبادۍ يوه لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده۔ ده ووئيل مونږ له به دا ځوانان د ژوند په هره څانګه كښې مخ په وړاندې بوتلل وي او هم د دوئي د لارې مونږ پرمختګ كولې شوو۔ ده ځوانان مخاطب كولو سره ووئيل ستاسو په لاسونو كښې دا ډګرۍ نه بلكې د پوهې او دانش سندونه دي د دې په مرسته به تاسو له د هېواد واګې په خپلو لاسونو كښې اخستل وي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې ټېكنالوجي تندۍ سره بدلېږي او مونږ له به هم د وخت تقاضې نظر كښې نيولو سره ټېكنالوجي په سم ډول كارول وي۔ ده ووئيل مونږ له به د زده كړو مېدان كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ غړو ٬ پوزيشن ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو ٬ استاذانو ٬ د زده كړو وزارت او بورډ اعلی چارواكو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Flood waters enter Punjab
-
CAN YOU PLEASE BURY THE HATCHET! : All of you
-
UAE contacts COAS Bajwa; pledges 20 aircraft sorties of relief equipment for flood affectees
-
Swat flooding: These 7 resturants providing free accommodation
-
Court rejects Gill’s post-arrest bail plea
-
FPSC postpones General Recruitment exams
-
4 people die of stomach disease in Sindh
-
Gold worth Rs25 million stolen from karachi bank
-
Army helicopters conduct 140 sorties, evacuate 550 from flood-hit areas
-
Pakistan to battle health threats: WHO
-
Shahbaz Gill’s health deteriorates in Adiala jail
-
Food fortification key to resolve Balochistan’s malnutrition issue: experts