اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلې دي ګراني تر يو ډيجټ راتلل، سټاك مارکيټ كښې د تندۍ رجحان او ددوو نړيوالو ادارو د اړخه د پاکستان د درجه بندي ښه والے مثبت اشارہ ده،د پاليسيو تسلسل او مهمو څانګو كښې په اصلاحات عملدرآمد ته اړتيا ده دغسې چې راروانو څلورو كلونو كښې پاکستان له په پرمختګ كوونكو معيشتونو كښې مقام وركړے شي۔وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د قامي کمپيوټنګ ايجوکېشن ايکريډيټيشن کونسل کمېټۍ غونډه وشوه۔ کمېټۍ كښې وفاقي وزير احد چيمه ، وزير مملکت شزا فاطمه، د ايچ اي سي چيئرمېن مختار احمد او د منصوبه بندۍ وزارت اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔ کمېټۍ ته وينا كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د نېشنل کمپيوټنګ ايجوکېشن ايکريډيشن کونسل چيئرمين انتخاب كښې د ميرټ او شفافيت باوري كولو سپارښتنه كړې، کونسل كښې نړيوال معيار خپلولو سره صلاحيت لرونكي ځوانان د ميريټ په بنياد شاملول دي۔ده ووئيل موجودہ حالاتو له مخې د تعليم معيار ښه كولو له استاذانو له تربيه وركولو ته اړټيا ده ،ډيجيټل کمپيوټنګ ،هارډ ويئر كښې زياتي موقعې شته۔ ده ووئېل ځوانانو له تعليم وركول د وخت حاجت دے، تعليم ترلاسه كولو نه غير كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې، د پاکستان ځوانانو د آئي ټي په څانګه كښې د پاکستان نامه روښانه كړې ، مونږ له د تعليم نصاب سره سره د خپلو استاذانو تربيې ته پام لرني كولو ته اړتيا ده،زمونږ استاذان تر ننه د 16 كلن نصاب په بنياد لوستې كوي، د ډيجيټلائزيشن تعليم او په دې عمل كول په پرمختګ كښې مهم كرادار ترسره كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Gold Price In Pakistan today – 30 August 2022
-
AKAH volunteers evacuate over 8,000 flood affected people
-
PM urges structural reforms in country following IMF tranche approval
-
Imran challenges FIR against him
-
It never rains but it pours
-
Gold rates fall in local market
-
Permits issued for import of 13000 tonnes of tomato, onion
-
Ombudsman deputes staff to assist in flood relief
-
Over three million children at risk as devastating floods hit Pakistan
-
No one can approach or influence IHC: CJ
-
Shehbaz’s speech was of a puzzled person: Sh Rashid
-
Pakistan receives 12th relief flight from UAE