اسلام آباد ۔ 29جولائی (اے پی پی) د پاكستان اكانومي واچ صدر ډاكټر مرتضی مغل وئيلي دي د عمران خان بريا نه وروستو امريكا ٬ اروپا او هند ته به د بدلېدونكي پاكستان په اړه خپله رويه بدلول وي۔ كه د نوي پاكستان په جوړولو كښې دوئي مرسته ونكړه او زمونږ په لاره كښې ئې خنډان راولاړ كړل نو زيان به ئې دوئي ته رسي۔ ده ووئيل آئی اېم اېف، ورلډ بېنک، آسيائي پرمختيائي بېنك او نورې نړيوالې ادارې دې هم خپلو منفي رويو ته بيا كتنه وكړي ولې چې نړيوال او سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان مستحكم كېدل ضروري دي۔ ډاكټر مرتضیٰ مغل د اتوار په ورځ خپل بيان كښې ووئيل نوې حكومت دې اقتصادي معاملو ته دومره پام لرنه وكړي څومره چې سياسي معاملو ته كولې شي چې ورسره استحكام پېدا شي او د كاروباري ورورلۍ باور زيات شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د اثاثې لرونكو عناصرو په ضد چې څومره زر كارروائي پېل كړې شي نو ښه به وي۔ ده ووئيل د اېمنسټي سكيم ترمخه په دې مياشت كښی اېف بي آر ته د 11 ارب روپو آمدن شوې او د الېكشن څخه وروستو يوه ورځ كښی اېف بي آر ته د 2.5 ارب روپو آمدن شوې۔ په دې حالاتو كښې چې كاروباري ورورولي خپلو پټو اثاثو ښكاره كولو كښې خوښي لري په سكيم كښې پراختيا به د هېواد او قام په ګټه كښې وي۔
متعلقہ مضامین
-
11 injured in Kharan blast
-
SC takes notice of increasing cases of breast cancer
-
19 dead in suicide attack on Kabul army hospital
-
Pakistan, EU agree to boost mutual cooperation
-
4.8 magnitude earthquake jolts Karachi, adjacent areas
-
FFC holds extraordinary general meeting
-
UN Group certification of Pak Rescue Team great achievement: Sh Rashid
-
SHC prolongs protective bail of Nisar Khuhro in Wheat procurement for 10 days
-
JKNF terms Jammu massacre Muslim holocaust
-
Sugar sale at high rates not to go unpunished: Buzdar
-
President urges ulema to play role in character building of nation
-
3rd PGA Junior Girls Golf Match held