اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د وفاقي حكومت د سياسي سنسر شپ ختمولو د اعلان نه پس د پي ټي وي په خبرنامه كښې واضح بدلون راغلې دے٬ د پاكستان تحريك انصاف په وفاق كښې د اقتدار سنبالولو نه څو ورځې پس د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري د پي ټي وي څخه د سياسي سنسر شپ ختمولو اعلان كړے و۔ دا خبرې د پي ټي وي اهلكارو بي بي سي سره په خبرو كښې كړې دي۔ آيا پي ټي وي غېر سياسي شو؟ په عنوان بي بي سي يو راپور جاري كړے چې پكښې بي بي سي د سركاري ټي وي ﴿پي ټي وي﴾ كار كوونكې عملې سره خبرې كړې دي او په دې ئې د ځان پوهولو هڅه كړې چې آيا پي ټي وي واقعي د حكومت نه علاوه د اپوزيشن ګوندونو كورېج او په حكومت تنقيد خپرول پېل كړي دي۔ د پېښور په پي ټي وي سنټر كښې كار كوونكي يو پروډيوسر د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته ووئيل چې د كله نه وفاقي حكومت د سنسر شپ ختمولو اعلان كړے نو د خبرونو په رن ډاؤن كښې واضح بدلون راغلې۔ ده ووئيل چې په خبرنامه كښې به د خبرونو رن ډاؤن څه دا ډول جوړېدو چې تر ټولو وړاندې ب ه په عمومي توګه د وزيراعظم خبر خپرول كېدو٬ بيا به د اولس مشر او وفاقي وزيرانو خبرونه خپرېدل۔ د دې نه پس به د پنجاب وزيراعلٰي زياتره خبرونه خپرېدل خو اوس تربيت بېخي بدل شوے۔ تېره اونۍ په رن ډاؤن كښې د وزيراعظم خبر په سېريل نمر 20 و او په دې بلېټن كښې د اپوزيشن خبرونه د وزيراعظم نه مخكښې چلول شوي۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښې به په حكومت تنقيد د بلېټن برخه نه و خو اوس تنقيدي خبرونه هم د رن ډاؤن خبرونه وي۔ په پي ټي وي اسلام آباد كښې كار كوونكي يو خبريال ووئيل چې دوي ته احكامات وركړې شوي دي چې اوس به د مخالفې ډلې ګوندونو مشرانو ته هم كورېج وركول وي۔ ده ووئل چې په پي ټي وي كښې د څلورو كلونو نه زيات وخت تېر كړو خو داسې هدايات مونږ په وړومبي ځل ترلاسه كړي دي۔
متعلقہ مضامین
-
Four guards wounded in two fire incidents in Karachi
-
Man murders parents, sister in Jhang
-
Shehbaz Sharif gears up contacts with opposition leaders to beat govt
-
Heavy traffic on Lyari Expressway examined on trial basis
-
Services of late Dr AQ Khan remembered
-
Man lured a woman into trap of ration and raped her
-
Pakistan, Bahrain reiterate desire to expand bilateral cooperation
-
Seminar on awareness, prevention of corruption held
-
200-bed mother-child hospital to benefit entire South Punjab
-
Speakers for simple lifestyle to prevent onset of diabetes
-
SSRL funds relocation of local families in Thar Block-1
-
Two held for posting weapon pictures on FB