اسلام آباد ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) الېكشن كمېشن سپارښتنه كړې ووټران دې تر 31 دسمبر د خپل ووټ اندراج د شناختي كارډ په مستقل يا عارضي پته وكړي ولې چې د الېكشن اېكټ 2017ء سېکشن 27 ترمخه اوس به په انتخابي فهرست كښی د ووټ اندراج په شناختي كارډ درج كړې مستقلې يا عارضي پتې په بنياد كولې شي۔ د ووټ د اندراج او منتقلۍ له فارم نمبر 21 د الېکشن کمېشن پاکستان وېب سائټ یا د رجسټرېشن افسر/ضلعی الېکشن کمشنر دفتر څخه ترلاسه كېدې شي۔ د الېكشن كمېشن وياند ترمخه خواست كوؤنكې دې خپل فارم سره د خپل شناختي كارډ اصل كاپي او ډك كړې فارم د اړوند رجسټرېشن افسر/ضلعی الېکشن کمشنر په دفتر كښې جمع كړي۔ سرکاری ملازم او د هغه كورنۍ (خاوند/ مېرمن او كوچنيان) د خپل ووټ اندراج د شناختي كارډ پتې نه ځانله د ملازمت په ځائې په عارضي پته هم كولې شي۔ د خپل ووټ تفصيلات په اړه معلوماتو لپاره دې ووټران د خپل شناختي كارډ لمبر په 8300 اېس اېم اېس كړي۔ په ټولو ضلعو كښې د جوړو كړو مركزونو نه د معلوماتو او شكاياتو فهرست د الېكشن كمېشن پاكستان وېب پاڼې څخه ترلاسه كېدې شي
متعلقہ مضامین
-
DHA Lahore National Boxing Championship to kick off tomorrow
-
IG Punjab Rao Sardar Ali Khan takes notice of aerial firing at wedding ceremony in Sargodha
-
‘Beware, Omicron is spreading in the world fast’: Asad Umar
-
Sacked employees ordinance: SC adjourns hearing till Dec 1
-
Pakistan, Saudi Arabia sign $3bn deposit deal
-
SHC denies NAB’s plea against ex-NICL chairman’s acquittal
-
Sajal Aly responds to the news of “khush khabri”
-
PESD trains Punjab College staff on life saving skills
-
Around 77,210 applications submitted under EUSP so far; 23,740 in process
-
Dacoits hostages Dolphin officer near Kasur
-
In Pakistan, an estimated 200,000 persons are infected with HIV/AIDS
-
COMSATS arts gallery holds exhibition on Azerbaijan