اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په سوشل ميډيا په منظمه توګه د ناسمو خبرونو او اعلاميې خپرولو نوټس اخستو سره وئيلي دي چې د سوشل ميډيا آزادي متاثره كولو نه غېر د جعلي خبرونو په ضد سخت اقدامات كولو ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې مليكه بخاري ټوېټ هم ټېګ كړې كوم كښې چې مليكه بخاري د بينظير انكم سپورټ پروګرام د مشرې په حېث ټاكنه رد كړې۔ په خپل ټوېټ كښې وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن ووئيل په سوشل ميډيا په منظمه توګه ناسم خبرونه او اعلاميې خپرولې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل دا لړۍ د ميډيا ډنر عكس څخه پېل شوې او اوس دا ډول فضوليات روان دي۔ بلخوا مليكه بخاري په خپل ټوېټ كښې ووئيل چې زه په سپينو ټكو دا خبره په رېكارډ راوستل غواړم چې زه د بي آئي اېس پي مشره نه يم ټاكلې شوې او د زلفي بخاري رشته داره هم نه يم۔ مليكه بخاري د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په دې لړ كښې به اوس بحث ختم شي
متعلقہ مضامین
-
Number of fresh coronavirus cases falls below 300 in Pakistan
-
Promotion of technical education imperative for sustainable growth
-
Fresh pictures of Aiman Khan
-
Pakistan’s progress linked to make in Pakistan policies
-
108 new dengue cases emerge in Punjab, 4 dead
-
Voters can now get their vote verified for free
-
Alvi, Turkmenistan president discuss bilateral ties, regional situation
-
Air chief lauds youth talent
-
PTI has pushed country into an ‘economic abyss’
-
KP CM directs stoppage of unauthorized constructions at tourist spots
-
Pakistan raffirms support for Trans-Afghan Railway project
-
Pakistan Mountain Festival on Dec 11