اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي بايد د پېښور پوهنتون رامخې ته شوې پېښې له سياسي رنګ ورنه كړې شي٬د كوم هم سياسي لارښود دا كار نه دې چې هغه زده كوونكي راپار كړي٬صوبائي حكومت د معاملې حل له كار كوي٬په هره معامله كمېټي جوړول ټهيك نه وي۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د بېلو غړو د اعتراض نكتې په ځواب ده ووئيل كوم هم زده كونكي دا حق نه لرې ترلاسه چې د سند ترلاسه كولو نه پس د پوهنتون په هاسټل كښې پاتې شي٬ ده ووئېل د پوهنتون د زده كوونكو خپل تنظيمونه وي او هغوي پھ دې اړه معلومات لري۔ده ووئيل بايد پېښور پوهنتون كښې دې نيغ په نيغه مداخلت ونه كړې شي٬صوبائي حكومت د دې معاملې حل كولو هڅه كوي۔ده ووئيل په كراچۍ كښې په نرسانو تشدد كېږي يا په لاهور كښې په ينګ داكټرانو او ړندو تشدد كېږي نو د هغې به هم كمېټي جوړېږي دا معامله د اتلسم آئيني بدلون د خلاف ورزۍ مترادف ده٬ وفاقې وزير ووئېل كه د صوبائي حكومت كاروائۍ څخه مطمئن نه شو نو د خېبرپښتونخوا آئي جي به رابللې شي او د صوبائي حكومت څخه به راپور هم غوښتلې شي
متعلقہ مضامین
-
IHC instructs FGEHA to address objections of affectees
-
50,000 scholarships being provided under Ehsas: Dr Sania
-
Cabinet approves buying Saudi oil on deferred payments
-
CM approves Punjab Rural Sustainable Municipal Service
-
Petroleum Prices may go down
-
Elite economy, lack of rule of law deprived Pakistan of achieving potential: PM
-
PM Khan to inaugurate Al-Qadir University in Sohawa tomorrow
-
Abducted TikToker Huda Batool recovered
-
Sec 144 imposed as demolition of Nasla Tower goes on
-
AJK PM discusses IIOJK situation with Sindh CM
-
Contract doctors, paramedical staff stage protest
-
Artist suffering from cerebral palsy presents portraits to PM