اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په بلنه د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان كاميابه دوه ورځنۍ دوره ترسره شوې ده ٬ دې دورې سره سياسي٬ سفارتي ٬ اقتصادي ٬ سرمايه كارۍ ٬ تجارتي ٬ اولسي ٬ دفاعي ٬ د سلاميتا او د كلتوري اړېكو سباٶن تعينولو لپاره د پاك سعودي اړيكو د نوې باب بنياد اېښودې شوې٬ د سپریم کوآرډینیشن کونسل جوړول ٬د ذيلي نظام او اسلام آباد كښې د كونسل د پرانستې غونده كول دوه اړخيزه اړيكې نوې بام ته رسول مركزي اقدامات دي ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دوره كښې سرمايه كارۍ او تجارتي اړيكو ته پام لرنه شوې لكه څنګه چې د سعودي لخوا د 20 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ اعلان وكړې شو۔ دواړو اړخونو په يو شمېر لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو لاسليك كړې ۔ ده ووئېل وزیراعظم د سعودي په زندانونو كښې د 2107 بنديوانو راخوشې كولو لپاره د ولي عهد مننه وكړه۔ پاکستان او سعودي عرب يو شريكه اعلاميه جار كړې چې پكښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنجه د تاريخي اړيكو پخلي كولو سره په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه روابط قوي كول ستائلې شوي۔ دغسې سعودی د كرتار پور كورريډور پرانستلو سره هند ته د وزيراعظم عمران خان د مذاکراتو د وړاندېز هم ستائنه وكړه۔ بيان كښې وئيلي شوي دواړو اړخونو په دې خبره زور راوړې چې په منطقه كښې امن او استحكام باوري كول او د تصفيه طلب مسئلو هواري لپاره خبرې اترې يوازنۍ لار ده۔ دواړو اړخونو د ګړدې نړۍ مسلمانانو په ضد د روانو ظلمونو او د بشري حقونو د خلاف ورزيو سخته غندنه كړې۔ وياند ووئېل وزیراعظم د سعودي ولي عهد ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزويو او جمو او كشمير شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د هواري په حقله هم ووئېل ۔ د بيان تر مخه په سيمه ايز امن او سلامتيا چارو او اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو ٬ د عقيدو ترمېنځه د همغږۍ ٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د نورو چارو پشمول د نړيوالو مسئلو په اړه د دواړو هېوادونو لخوا د شريك دريځ څرګندونه وشوه
متعلقہ مضامین
-
Bani Gala’s ‘devil will be imprisoned today’
-
Balochistan’s water storage capacity reaches 68,939 acre feet
-
Opposition protests over rejection of no-confidence motion against PM
-
Khan’s gambit
-
Constitutional compromise is out of the question, says Bilawal
-
Attack on Hassan Nawaz’s office in London
-
WAPDA expedites construction work on 12 dams
-
48 factories registered in Islamabad during last 3.5 years
-
Sindh govt names two flyovers, forest after Niamatullah, Farid Sabri, Mrs Dina
-
FM insists ‘threat letter’ is not fake
-
Officials inspect quality of food items at Ramazan bazaar
-
Fawad expresses grief over the demise of senior journalist’s mother