كراچۍ 23 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د امريكائي اولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د كشمير كشالې هواري لپاره د ثالثۍ وړانديز د وزيراعظم عمران خان په دې لړ كښې د واضح دريځ عكاس دې۔ د نهې په ورځ پېمرا آفس كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل اوسني حكومت د كرپشن په ضد اقدامات ٬ ادارو كښې اصلاحات او په قانون په كوټلې توګه د عمل درامد په سوب ګرده نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخې كېږي او د دې په نتيجه كښې د ډونلډ ټرمپ سوچ كښې هم مثبت بدلون راغلې دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان د امريكې كاميابې دورې په مهال نتيجه كښې د پاكستان مخالف قوتونه ماتي سره مخ شوي٬ هند د تېرو څو كالو راهسې د پاكستان په ضد بهرنۍ نړۍ كښې پروپېګنډه كښې بوخت ٶ خو د عمران خان د كاميابې دورې په نتيجه كښې د ددې ډنډورو نفي شوې ده۔ دې ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان هلې ځلې او اقدامات په بشپړه توګه د رامخې ته كولو په نتيجه كښې زمونږ په حقله د نړۍ سوب كښې بدلون راغلې دے۔ دې ووئيل دفاعي او په معاشي توګه امريكا او پاكستان مهم اتحادي دي٬ امريكا د پاكستان درآمداتو لپاره لوے ماركيټ دے او امريكا كښې د مېشته پاكستانيانو د امريكې په تعمير او پرمختګ كښې لوے لاس دے ۔ دې ووئيل ھغه ورځ لاړې چې كله به ذاتي مفاداتو ته به د هېواد په مفاداتو ترجيحه وركېده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ھغه كسان څو چې ځان د قانون نه پورته ګڼي ھغوي هم د قانون په دائره كښې راوستلې شوې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل عمران خان په دې پوهه دې چې زندان د زندان غوندې پكار دې د سېل ځائ يا د فائيو سټار هوټل بايد نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د خوراك څښاك څيزونه ګران كړې شوې نه دي٬ صوبائي واكمنو له د ناجائز منافع خورو په ضد كاروائي پكار ده۔ دې ووئيل د جولائي 25مه نيټه د بلېك ډے په ځائ د “يوم احتساب” په توګه لمانځل پكار دي۔ سېنېټ كښې د تحريك عدم اعتماد پحقله د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل حكومتي غړو هم د سېنېټ د دوهم چيئرمېن په ضد تحريك عدم اعتماد جمع كړې دے او اوس به دې معاملې ته په آئيني او قانوني توګه كتلې شي۔ د افغان كډوالو ستنېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د افغان اولس مشر د پاكستان دورې په مهال په دې لړ كښې پېشرفت شوې دے۔ د كراچۍ مسئلو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل وفاق د سندھ حكومت ته پرمختيائي منصوبو لپاره 200 بېليونه روپۍ د برخې نه زياتې وركړې شوې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د پي ټي آئي حكومت به د كراچۍ
متعلقہ مضامین
-
Mother of politician Farooq Sattar passes away in Karachi
-
Hamza assures all possible facilities to Saudi investors
-
Man kills wife, her lover in Mailsi
-
Pakistan wants good relations with its neighboring countries: PM Shehbaz
-
PM directs for measures to protect people’s lives, properties
-
Climate change affects practice of utilizing rain water in arid areas
-
Imran asks workers to roll up sleeves for Lahore by-polls
-
Nepra raises electricity rate by Rs7.90
-
‘Going through very tough time’: Kamran, Umar Akmal ask people to pray for hospitalised father
-
Three polio workers killed, one injured in North Waziristan
-
ATC extends interim bail of 14 PTI leaders in long march case
-
Rescue 1122 to remain alert on by-election day