اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوی سره د د انفارمېشن ټېنكنالوجې او ټېلي كام وفاقی وزیر خالد مقبول صدیقی په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې ډاكټر عطالرحمان او د انفارمېشن ټېكنالوجې او ټېلي كام سېكتر شعېب صديقي شامل وو۔ په دې موقع اولس مشر ووئيل چې مصنوعي ذهانت د ډېجيټل په بل پړاؤ كښې داخلېدونكې دے۔ ده ووئيل چې سماجي او اقتصادي پرمختګ د انفارمېشن ټېكنالوجې څانګې پرمختګ سره تړون لري او د پاكستان پشان پرمختګ كوونكي هېواد لپاره د دې اهميت لا سوا دے۔ ده ووئيل چې د مصنوعي ذهانت ثمرات ترلاسه كېدے شي او دا بېلا بېلو كمپنو٬ ادارو او كار كوونكو پشمول ټولو لپاره يو چېلنج هم جوړ شوے۔ ده ووئيل چې مونږ ته به خپل ځان د مصنوعي ذهانت څخه استفاده كولو لپاره تيارول وي او په دې لړ كښې به خپله يره ختمول وي۔ اولس مشر ووئيل چې نن د ټېكنالوجې په څانګه كښې د كوم هېواد پائيدار اقتصادي پرمختګ لپاره انفارمېشن ټېكنالوجي ډېر اهميت لري۔ د علم په بنياد معيشت د پاكستان جامع پرمختګ لپاره ضروري دے او مونږ ته د فاصلاتي تعليم وركولو او د دې معيار لوړولو ضرورت دے۔
متعلقہ مضامین
-
Online second opinion service with US doctors launched
-
Govt to identify 50 leading Pakistani brands to grow as global brands
-
PLA, Pakistan Army ‘brothers in arms’
-
Youm e Istehsal to be observed on Friday
-
PMD warns of heavy rains in Karachi
-
FJWU organises midwifery programme
-
Tale of two references: PDM
-
Journalist Anas Mallick recovered after short disappearance in Kabul
-
Prohibited funding probe conducted during PTI’s rule: Musadik
-
Government to suppress imports for next 3 months: Miftah Ismail
-
Where do most shark attacks happen?
-
UMT inaugurates medical center