اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او خاص مرسيتال نديم افضل چن وئيلي دي چې پاكستان به د كشميريانو خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو په هره كچه اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي٬ د هندي پوځ په كنټرول لائن د بې ګناه وګړو په ضد ممنوعه كلسټر وسله كاروي بايد ملګري ملتونه او نړيوال طاقتونه نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل هغه ورځ لرې نه دې چې د كشميريانو د آزادۍ هڅې به رښتيا شي۔ ده ووئيل په اېل او سي هندي ځواكونه بې ګناه كشميريانو په ضد د كلسټر بمونو استعمالوي بايد ملګري ملتونه او نړيوال طاقتونه نوټس واخلي۔ ده ووئيل وزيراعظم د امريكې دورې په مهال د كشمير مسئله په غوره ډول پورته كړې چې په ځواب ئې امريكائي اولس مشر ټرمپ د ثالثۍ وړاندېز كړې خو هند دا مهمه مسئله كښې د سنجيدګۍ ښودلو په ځائ نوې واوېلا پېل كړې ده او په بې ګناه كشميريانو كلسټر بمونو بريدونه كوي كومه چې د نړيوالو قوانينو سنګينه خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل هند د ظلم او جبر د لارې د كشميريانو د استصواب رائے حق د پښو لاندې كولې نه شي۔(ګ ل
متعلقہ مضامین
-
Twitter reacts to PTI receiving foreign funding
-
Heartbreak for Pakistan as Shajar misses out on 100m semis
-
All set to commemorate Youm-e-Ashura with religious solemnity
-
Pakistan receives monsoon rainfall 133pc above average: NDMA
-
Imran decision to contest by-elections on 9 seats illogical: PML-N
-
JSMU medical camp set up for flood victims in Balochistan
-
KP to construct new buildings in three central prisons
-
PTI’s anti-state behavior reflects Imran’s disloyalty to nation: Musadik
-
LHC stops police from harassing Atta Tarar
-
Read the unique way of rainwater harvesting
-
KP CM inaugurates monsoon plantation drive
-
Motion on law, order approved for debate in KP Assembly