اسلام آباد 08 اګست (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د زيارت په ورځ د اروپائي ائتلاف خارجه اړيكو نمائندہ فیډریكا موګرینی سره تيلي فوني تماس نيولې او مقبوضه جمو او كشمیر په تشویشناك صورتحال او سيمه كښې امن ته د پېښو خطرو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير ووئيل په 5 اګست د هند د اړخه آرټیكل 35 اے او آرټیكل 370 ختمولو سره د كشمیر جغرافیائی حیثیت بدلولو هڅه شوې۔ د هند يو اړخيزه اقدام د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد دے۔ ده د اروپائي ائتلاف پشمول په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د دې ناوړھ صورتحال نوټس واخلي او د هند د اړخه په كشمیری اولس د روانو ظلمونو سمدستي ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ هند نه د نړيوالو لوظنامو او نه شريكو لوظنامو پاسدارۍ له چمتو دے۔ شاہ محمود قریشی ووئيل په هند دې زور راوړې شي چې د نړيوال قوانین احترام وكړي او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په قراردادونو او د كشمیری اولس د هيلو ترمخه حل كړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند كښې د روانو ظلمونو نوټس واخلي۔ خارجه وزير ووئيل د هند دې غیر ذمه واره اقدام سره سوئيلي اسياﺀ كښې امن او استحكام ته خطر پیښ دے۔ پاكستان دا معامله ملګرو ملتونو ته وړاندې كوي او پاكستان به د كشمیری اولس سفارتی، اخلاقی او سیاسی ملاتړ روان ساتي۔د اروپائي ائتلاف د خارجه اړيكو نمائندہ فیډریكا موګرینی ووئيل اروپائي ائتلاف د سوئيلي اسياﺀ په صورتحال نظر لري۔ مونږ ته معلومه ده چې د چارو حل لپاره دې د خبرو اترو لاره خپله كړې شي۔ دواړو لارښودو سيمه كښې امن او استحكام له په ګډه كار روان ساتلو ته هم سلا شول۔)
متعلقہ مضامین
-
Bike prices in Pakistan get massive increase
-
Miftah directs for resolving issues of small traders
-
LHC seeks reply from PA speaker on PML-N’s plea
-
Legal action to be pursued on ECP’s decision on PTI financial crimes: Marri
-
AJK President expresses grief over loss of lives in heli crash
-
Govt to file reference against Imran Khan
-
Punjab CM meets Ulema, stresses need for promotion of peace, harmony
-
PDMA releases funds to 23 districts for monsoon preparedness
-
LHC seeks reply from ECP in petition against Ishaq Dar
-
Punjab University comes a long way under Dr Niaz
-
COAS hails forces’ preparation to overcome new threats
-
Mission survival