اسلام آباد 30 ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د قامي صحت صلاحكار ډاكټر مختار بهرته د فېډرل جنرل هسپتال چك شهزاده دوره وكړه او رنځورانو له د وركړی كېدونكو طبي آسانيو جاج يې واخست۔ده د خپلې دورې په مهال ده د مېډيكل وارډز او ډينګي وارډز معائنه هم وكړه۔ده ووئيل د ډينګي رنځورانو له دې ښې طبي آسانۍ وركړی شي۔د هسپتال آسانيو لا زياتولو له دې سفارشات مرتب كړی شي۔په دې موقع ايګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر مظهر د روغتيا صلاحكار د اقدامات او چېلنجونو په اړه خبر كړو۔ده ووئيل د ډاكټر مختار بهرته په سپارښتنه فېډرل جنرل روغتون كښې د اصلاحات سلسله روانه ده۔ده ووئيل د وفاق په روغتونونو كښې معياري طبي آسانيو وركولو له كوټلې تګلاره جوړه شوې۔ده ووئيل فېډرل جنرل روغتون كښې هر ډول طبي آسانۍ وركړی كېږي۔د روغتون او پي ډي هم كمپيوټرائز كړی شوې٬په او پي ډي كښې رنځورانو له داروګان هم وركړی كېږي۔ډاكټر مختار بهرته ووئيل په ايمرجنسي كښې وړيا داروګان دې باوري كړی شي۔24 ساعته دې د روغتون ايكسرے او ليبارټري كښې د ټيسټ سهولت وركړی شي٬د ډاكټرانو ٬پيراميډيكل سټاف او نور سټاف حاضري باوري كولو له دې بائيوميټرك سسټم ولګولې شي۔ده ووئيل د رنځورانو آسانيو له دې په روغتون كښې د اوبو فلټر ولګولې شي۔ډاكټر مختار بهرته ووئيل رامخې ته شوي چېلنجونه به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔په روغتون كښې د ښو طبي آسانيو وركولو لپاره لوظي يو۔
متعلقہ مضامین
-
Court suspends Ishaq Dar’s arrest warrants till Oct 7
-
PAF enhances medical support, rehabilitation process in flood affected areas
-
‘Sensitive’ matter
-
China, Pakistan, other nations vow to build stable global industrial and supply chains
-
Shoriful ends UAE hopes as Bangladesh win T20 opener
-
CTD arrests terrorist affiliated with banned outfit
-
Gold Price In Pakistan Today 28 September 2022
-
PTI members to be welcomed if return to NA: Pervaiz Ashraf
-
PTI wants SC to order probe
-
Imran made attempt to damage Pakistan: Kaira
-
Killers of Chinese-origin man funded by India: police
-
Nawaz Sharif arriving soon