اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي)د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي پاكستان د جنګونو او اختلافات متحكمل كېدے نه شي٬ قام له به يو كيدل وي٬څوك چې د پارليمان نه بهر لاره خپله كړی هغه د سياست څخه بهر شي٬د سيلاب په اړه په ايوان كښې تفصيلي خبرې كول پكار دي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل سيلاب چې كومه تباهي كړې په هغې په ايوان كښې بحث پكار دے٬په پاكستان او ګاونډي هېوادونو كښې چې كوم زيان شوے په تير وخت كښې د هغې مثال نه ترلاسه كېږي۔د موسميات محكمې د 30 نه تر 40 فيصد څخه زياتو بارانونو پيشنګوئي كړی وه٬ ده ووئېل نوشهره فيروز كښې 1780 ملي ميټر باران شوے٬اوسني سيلاب د پاكستان د معيشت بنيادي ډهانچه تهس نهس كړی۔د ماحولياتي بدلونونو څخه پاكستان ته د رسيدلي زيان اوس هم نړيواله ورورولي اعتراف نه كوي٬نن هم په سنده او بلوجستان كښې د 6 نه تر 8 فټ اوبه ولاړې دي۔ ده ووئېل د نورو هېوادونو په سبب موسمياتي بدلونونه پاكستان متاثره كوي۔ده ووئيل په سندھ كښې 80 فيصده فصلونه تباه شوي٬خيرپور ضلع كښې د كهجورو اونو تباه كېدو له امله په اربونو روپۍ زيان شوے۔ده ووئيل كوم غړے چې دريو غونډو له رانشي هغه د ايوان څخه بهر كول پكار دي٬ ده ووئېل چا چې پارليمان ته عزت وركړے هغه ته پارليمان هم عزت وركړے ٬كله چې په دې پارليمان بريد وشو نو ټول مايوسه شول خو زه مايوسه نه ووم او ما ووئيل پارليمان سپريم دے
متعلقہ مضامین
-
د پبلك اكاؤنټس كمېټې غړي به د كمېټې چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرې كښې د اپرېل په 11مه نېټه د اسلام آباد د نوې هوائي اډې دوره كوي
-
وفاقی حکومت فاټا سکولونو كښې د زياتو ماشومانو داخليدو لپاره خاص كمپائن پيل كړې
-
مقبوضه كشمير كښې د كشميريانو زخمونه د نړيوالې ټولنې دوه مخېز معيار رامخې ته كوي
-
د سائنس اينډ ټېكنالوجي وزارت د نېشنل ټېسټنګ سروس پھ اړه كار پھ زړه پورې ډول ترسره كولې شي
-
د راتلونكې اونې په مهال په هېواد كښې د بارانونو امكان دے۔ د موسمياتو محكمه
-
حلقه بندې چې هر ډول وي٬ مسلم ليګ ﴿ن﴾ به كلين سويپ كوي٬ نواز شريف د خلقو د زړونو نه ويستل ناممكن كار دے۔ مرتضٰي جاوېد عباسي
-
د جنګ نه غېر د بلوڅو په مينه محبت قامي چوكاټ كښې شاملولوو ته اړتيا ده
-
امریکې سره اړيكې پاكستان لپاره ډېرې ضروري دي
-
پاك چین اقتصادی راهدارۍ منصوبه (سی پیك ) به د نوو نسلونو لپاره ګیم چینجر ثابته شي ، سی پیك سره به ټوله سيمه كښې معیشت قوي شي
-
د مېرمنو بشپړ كردار نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې
-
خارجه وزير خواجه محمد آصف به ﴿نن﴾ بيجنګ ته ځي
-
د وزيراعظم د خزانې سلاكار مفتاح اسماعيل په مشرې كښې پاكستاني پلاوي د آئي اېم اېف/ نړيوال بانك په سپرنګ ميټنګ كښې ګډون وكړو