اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري قام له د نوي كال په موقع مباركي وركولو سره وئيلي چې خارجه وزارت به د كال 2023ء په مهال په بيل نړيوال،سيمه ايز، ملټي نېشنل ادارو سره دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو او استحكام لپاره اقدامات كوي،زمونږ د اتحادي حكومت د خارجه پاليسۍ بنيادي مقصد د پاكستان ملګري زياتول دي، مونږ د پاكستان د ګټو دفاع او نمائندګي كول پيژنو ، كاپ كنفرنس كوربتوب نه يواځي پاكستان بلكه پرمختګ كونكو هېوادونو لپاره هم خشبينه دې، پاكستان يواځنې هېواد دې كوم چې اېف اے ټي اېف ايكشن پلان د وخت څخه وړاندې بشپړ شوې دې۔خپل يو ويډيو پيغام كښې ده ووئيل سږ كال به په اقتصادي سفارتكارۍ زور راوړې شي دغسې چې د پاكستان د جي اېس پي پلس سټيټس تجديد وكړې شي دې سره د اروپائي ائتلاف هېوادونو تر منډيو رسنه ښه شي۔ خارجه وزير د خارجه دفتر د اړخه ټول قام له د نوي كال مباركي وركولو سره وئيلي چې زمونږ سفارتكار، افسران ، خارجه وزارت چارواكي او سفارتخانو كښې كار كونكي ټول كسان په زړه كار كوي دغسې چې د پاكستانيانو مسئلې ېحل شي او د هغوي بشپړه نمائندګي وكړې شي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل زمونږ د اتحادي حكومت د خارجه پاليسۍ بنيادي مقصد د پاكستان ملګري زياتول دي او د پاكستان پخوانو ملګرو سره دوه اړخيزه اړيكي ښه كول دي،دغسې به د پاكستان نوي ملګري هم جوړ شي او هغوي سره به هم ښه اړيكي جوړي كړې شي دغسې چې پاكستان اولس لپاره ښه والې راوستلې شي۔ بلاول بھټو ووئيل په پاكستان چې كله هم او چرته هم تورونه لګولې شوي او د هېواد په اړه غلط الفاظ استعمال كړې شوي،مونږ د هغېي بشپړه ځواب وركړې۔ده ووئيل مونږ ځواب وركول پيژنو،د دې تازه مثال د ملګرو ملتونو په پليټ فارم چې كله د هند خارجه وزير د پاكستان په اړه ناوړه الفاظ استعمال كړل نو مونږ د ملګرو ملتونو په غونډه كښې هند له ځواب وركړو۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم شهبازشريف د چين ، ملګرو ملتونو ، نيويارك، تركيې، سعودي عرب ، خليجي هېوادونو نه علاوه بيلو هېوادونو دورې كړي او دغسې خارجه دفتر هم زياتو هېوادونو سره اړآكو ته پراختيا وركوي چې پكشې اروپا ، افريقائي هېوادونه او ګاونډيان شامل دي۔ده ووئيل د خارجه دفتر ډلي پاكستان د اېف اے ټي اېف ګرے لسټ څخه وېستلو لپاره په زړه پوري هڅي كړې دي۔ پاكستان يواځني هېواد دې چا چې د اېف اے ټي اېف ايكشن پلان د وخت څخه وړاندې بشپړ كړې دې۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د ګرے لسټ څخه وېستلو لپاره وزيراعظم شهباز شريف د بيلو هېوادونو سره اړيكي استعمالولو سره خپل كردار ترسره كرې دې۔
متعلقہ مضامین
-
PM chairs meeting on price control; decides to put up entire sugar stock for sale
-
COVID-19 positivity rate falls below 1% for the first time since March 2020
-
Pindiites get MLCs thru khidmat counters
-
Punjab reports 501 new cases of dengue
-
Even allies not on the same page with govt?
-
5 reports of various standing committees presented in Senate
-
IHC instructs PMC to give arguments in MDCAT case
-
Pakistan reduces taxes on imports to boast trade ties with Afghanistan
-
EPI receives 23 vaccination vans from UNICEF
-
Indiscriminate crackdown against land grabbers to continue: CM
-
‘All-out efforts should be made to resolve residents’ complaints’
-
President upholds Mohtasib’s decisions ordering banks to refund Rs 14 mln to fraud victims