اسلام آباد 10جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ او مينځني ختيز خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي جنيوا كنفرنس كښې د 10 اربه ډالرو څخه د زياتېمرستې پاكستان لپاره اعلان او د سعودي عرب ولي عهد لخوا په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كول او دوه ارب ډالره د پاكستان په ريزرو كښې د شاملولو په اړه اعلانات د ستائنې وړ او د پاكستان په سياسي او عسكري مشرتابه د نړيوالې ورورولۍ او دوست اسلامي عرب هېوادونو د باور څرګندونه ده۔د نړيوالې ورورولۍ او دوست اسلامي هېوادونو او د سعودي عرب لخوا د پاكستان سره د مرستې اعلان هركلے او مننه كوو۔دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمود طاهر محمود اشرفي قامي او نړيوال ابلاغ ذريعو سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د سېلاب ځپليو په اړه وزيراعظم محمد شهباز شريف او د هغه ډلې د نړيوالې ورورولۍ او دوست عرب هېوادونو سره د روابطو په نتيجه كښې چې د كومو اقداماتو په جنيوا او سعودي عرب كښې اعلان شوے هغه د پاكستان مقام او اړيكې څرګندوي۔په دې اړه د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه هڅې د ستائنې وړ دي او دا خبره واضحه ده چې په پاكستان كښې انتشار پېدا كونكې هڅې او د پاكستان ډيفالټ كولو افواګانې كوونكي به دې اعلان څخهوشرمېګي۔ده ووئيلد جنيوا كنفرنس د موسمياتي بدلونونو سنګين اثرات په اړه نړۍ ته يو احساس وركړے۔ده ووئيل جنيوا كنفرنس د پاكستان او سېلاب ځپليو لپاره لويه كاميابي ده٬د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل٬عرب اسلامي هېوادونو او د نړيوالې ورورولۍ مننه كوو۔ده ووئېل په سپيځلتياﺀ به دا فنډز اولس ته رسولې شي٬د هغوي په ژوند كښې به بدلون راوستلے شي۔ده ووئيل د پاكستان نوې سرلښكر جنرل عاصم منير د سعودي عرب دوره كړی٬دا د هغه د چوكۍ سنبهالولو نه پس وړومبۍ دوره وه۔پاكستان كښې چې كله هم نوې سرلښكر راځي يا وزيراعظم نو د هغه خواهش وي چې هغه تر ټولو وړومبے حرمين شريفين ته لاړ شي او د هلته نه د خپلو بهرنو دورو آغاز وكړي٬ ده ووئېل موجوده سرلښكر هم دغه كار كړے۔الحمدلله د سعودي عرب مشرتابه٬اولس٬عسكري او سياسي مشرانو چې په كوم ډول د هغه هركلے كړے هغه د وياړ وړ دے۔د پاكستان او سعودي عرب اړيكې د دوو وروڼو اړيكې دي٬زمونږ د ايمان او عقيدې اړيكې دي۔د پاك پوځ سرلښكر سره د سعودي عرب د دفاع وزير امير خالد بن سلمان او د سعودي عسكري قيادت ملاقات كړے او هغه ته يې ګارډ آف آنر وركړے۔ده ووئيل د يو مسلمان لپاره تر ټولو لويې نعمت د رسول پاك (ص)په روضه حاضري او د سيده عائشه صديقه(رض)حجرې ته حاضرېدل دي۔لوي څښتن دا سعادت هم د پاكستان سرلښكر جنرل عاصم منير ته وركړے ٬ ده ووئېل هغه بيت الله شريف ته دننه هم تللے او هغه هلته نوافل ادا كړي۔مسجد نبوي(ص)او بيت الله شريف كښې چې ورله لوي څښتن كوم درناوې وركړې زه ګڼم چې دا د لوي څښتن د فضل و كرم او احسان نه بغېر نه دے۔ده ووئيل تېره شپه د هغه د سعودي عرب ولي عهد امير محمد بن سلمان سره هم ملاقات شوے او ذريعې دا وائي چې چې په كوم ډول د سعودي عرب ولي عهد د هغه هركلے كړے او د دسعودي عرب دفاع وزير امير خالد بن سلمان د هغه په درناوي كښې د ماسخښتن مېلمستياﺀ وركړې دا د پاكستان او د سعودي عرب د اړيكو او د پاكستان پاك پوځ سره د سعودي عرب د قيادت د مينې يو ښكاره ثبوت دے ۔۔
متعلقہ مضامین
-
Remittances stay above $2 billion for 17th month in a row
-
Gwadar to get fresh water treatment, supply system soon
-
Same solicitor notarised affidavit, Nawaz reports
-
Train hits college van in Sheikhupura, leaving three dead
-
Fire erupts at oil refinery in Karachi’s Korangi
-
Pakistan condemns restrictions on Friday prayers in India
-
Reference against ex-PM Abbasi adjourned till Nov 23
-
Pakistan slams killing of another four Kashmiris
-
IIOJK people urged for funeral in absentia for martyred
-
Parliament approves bill regarding castration of rapists
-
China, Pakistan sign MoU in training medical and engineer personnel
-
Indian Punjab CM visits Kartarpur