بغداد 05 مئي (اے پي پي) د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د عراق درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال د پاكستان او عراق ترمينځه د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك وكړے شو۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر له مخې د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري مرسته زياتولو لپاره د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كړې شول۔ دې سره سره د سفارتي او سركاري پاسپورټ ويزې ختمولو لپاره هم د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے شو۔ دې څخه وړاندې د عراق خارجه وزير ډاكټر فواد حسېن سره د ملاقات په مهال خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل چې پاكستان او عراق يو بل سره د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې لري۔ د پلاوي په كچه د خبرو اترو په مهال دواړه خارجه وزيران د مرستې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو ته سلا شول۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په ملاقات كښې د پاكستان او عراق ترمينځه د سفارتي اړيكو پشمول د مرستې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
متعلقہ مضامین
-
‘Insensitive’ remarks by PM spark backlash
-
Alvi encourages youth to excel in IT
-
Karachi to get another chilly week
-
Stop doing politics on tragedies: govt to opp
-
IRSA releases 41259 cusecs water
-
PPP, PML-N funding case: plea filed for early hearing
-
Punjab reports 445 fresh COVID cases
-
HEC organizes English language training for teachers
-
Next elected mayor to prepare city’s master plan: Wahab
-
IHC summons Rana Shamim, others on 20th for indictment
-
Shabbir Shah denounces arbitrary arrest of eight youths in IIOJ&K
-
CTP issues tourist guide plan for Murree visitors