اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي نړيوال امن او ماحول ته د پیښو خطرو مخ نيوي له په ګډه او پرله پسې اقدامات ضروري ګرځولو سره وئېلي دي د نړۍ ټول مذهبونه په ټولنه كښې په ورورولۍ او مساواتو زور راوړي٬ مذهب امن لپاره زياتې هڅې كړي٬ غواړو چې امن او مينه عامه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د”كلچرل ډپلوميسي:پاكستان كښې د ګندهارا تهذيب او د بدهسټ هيئرټيج بحالۍ”په سرخط درې ورځني ګندهارا سمپوزيم 2023 ته د خاص مېلما په حېث خطاب كښې وكړه۔ د سمپوزيم پرانستې سېشن كښې اسلام آباد كښې د بېلو هېوادونو سفارتكارو٬مذهبي لارښودو٬ د آثار قديمه او زده كړی پوهانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔پخواني خارجه سېكتر سهيل محمود٬وزيرمملكت او د وزيراعظم ټاسك فورس ګندهارا ټورازم چيئرمېن ډاكټر رمېش كمار پشمول نورو ملكي او غېر ملكي استازو هم د پرانستې دستورې ته خطاب وكړو۔صدر مملكت ووئيل ما د بېلو تهذيبونو په اړه معلومات ترلاسه كولو له د يو شمېر هېوادونو دورې وكړې۔ د وادي سندھ تهذيب د نړۍ په مهمو تهذيبونو كښې شمېرلې شي٬په مذهبي كتابونو كښې هم د ګندهارا تهذيب ذكر موندلې شي۔ده ووئيل د بدها تعليمات د امن مينې او روادارۍ درس وركوي۔په موجوده دور كښې صبر او زغم زيات ضرورې دې۔صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې بېلو تهذيبونو له به اختلافات هېرولو سره يو بل ته د نزدې كېدو هڅه كول وي۔ډاكټر عارف علوي د سمپوزيم په كولو انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد او نورو اړوندو ادارو ته مباركي وركولو سره ووئيل ټولو مذهبونو د امن خبره كړی ده او دې لپاره مذهبونو زياتې هڅې كړې دي۔ده ووئيل نړۍ دا وخت امن او غوره چاپیريال ته زياته اړتيا لري۔د دې څخه وړاندې پخواني خارجه سېكتر سهيل محمود په دستوره كښې په ګډون كولو د صدر مملكت مننه كولو سره ووئيل چې د سمپوزيم كولو سره به پاكستان كښې مذهبي سېلګري وده ومومي۔ ده ووئيل پیښور ټېكسلا او تخت بهائي د ګندهارا تهذيب مهم ښارونه پاتې شوې دي۔ډاكټر رمېش كمار سپمپوزيم ته خطاب كښې ووئيل پاكستان كښې د ګندهارا پشمول د بېلو تهذيبونو آثار موندلې شي۔ د كلتوري سېلګرۍ د لارې به د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كول وي۔ سمپوزيم ته ملائېشيا٬ تهائي لينډ٬ سوئېلي كوريا٬ نيپال٬سري لنكا ٬ چين او پاكستان سره تعلق لرونكو مقررينو هم خطاب وكړو
متعلقہ مضامین
-
UK man had chef’s knife to attack Pakistani blogger Waqass Goraya: court
-
‘One person’s opinion’ not enough on national matters, Fazl says after PM launches NSP
-
PFA disposes off 5500 litres adulterated milk
-
PMD forecast rain from Tuesday till Thursday
-
Historical Saidpur village attracts visitors
-
Govt lifts ban on tourists entry in Murree
-
PNCA starts registration in ‘Arts Lovers Club’
-
Pakistan reports over 5000 fresh COVID cases today
-
Maize-soybean strip intercropping to reduce import bill by 50%
-
3,648 diagnosed with Covid-19 in Sindh
-
Court indicts GB ex-judge Rana Shamim in contempt case
-
Around 4451 acres of Railways land leased out in 3 years: Official