بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي “بېلټ اېنډ روډ” د مرستې منصوبه بندي په حقيقت بدلولو سره د نړيوالې مرستې په اړه ښې مېوې ترلاسه كړي٬ پ?? تېرو لسو كالو كښې د اقتصادي راهدارۍ جوړولو په لړ كښې لويو چېنلز او انفارمېشن هائي وېز ته د اهميت وركولو سره د رېلوے، سترو لارو٬ هوائي مېدانونو٬ بندر ځايونو ??و د پائپ لائن نېټ ورکس د لارې د مختلف هېوادونو ??رمېنځه د مصنوعات، سرمائے، ټيکنالوجي او د عملے په لويه كچه تګ راتګ ته وده وركړې ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ بېجنګ كښې د نړيوالې مرستې لپاره د درېم بېلټ اېنډ روډ فورم پرانستې غونډه ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ شي جن پنګ په دې خبره زور رواړو چې “بېلټ اېنډ روډ” مشترکه تعمير، پرمختګ او په ګټه اډانه مرستې ته وده وركوي٬ مونږ د نظرياتي م??اذ آرائۍ، جغرافيائي سياسي لوبو، د بلاك سياسي م??اذ آرائۍ، يو اړخيزه بنديزونو، معاشي جبر او د “ډي کپلنګ” هېڅ كله برخه نه يوو۔ خپلې وېنا كښې شي جن پنګ د “بېلټ اېنډ روډ” د اعليٰ معيار د مشترکه تع??ير ملاتړ لپاره د چين د اته اقداماتو اعلان وكړو۔ په دې كښې بېلټ اېنډ روډ د رابطې درې اړخيزه نېټ ورك جوړول٬ د پرانستي نړيوال معيشت ملاتړ٬ عملي م??سته، ماحول دوسته پرمختګ، سائنسي او تکنيکي جدت خپلول، د بېلا بېلو هېوادونو ?? اولس ترمېنځه روابط ٬ د بدعنوانۍ نه پاكه لاره او د “بېلټ اېنډ روډ” د نړيوالې مرستې مېكانزم لا ښه كول شامل دي۔ شي جن پنګ ووئېل د كرونا وائرس د نړيوالې وباء خپرېدو نه پس “بېلټ اېنډ روډ” د ژوند او صحت لاره جوړه شوې ٬ چين بېلا بېلو هېوادونو ??ه په اربونو ماسك او د واكسين دوه اربه 30 كروړه خوراكونه وركړې دي او د شلو نه زياتو هېوادونو ??ره په واكسين جوړولو كښې مو مرسته كړې ده چې ورسره د بېلټ اېنډ روډ سره تعلق لرونكو شراكتدارو د وباء په ضد ځانګړے كردار لوبولے٬ چين كښې د وباء د عروج په مهال مونږ ته د 70 نه د زياتو هېوادونو لخوا د قدر وړ مرسته ترلاسه شوې ۔ شي جن پنګ ووئيل مونږ ښه په دې پوهېږو چې يواځې په مشترکه مفادات اډانه مرستې څخه مونږ ښې نتيجې ترلاسه كولې شوو ٬ لس كلن تاريخ ثابت كړې چې د بېلټ اېنډ روډ مشترکه تع??ير د تاريخ درست انتخاب دے او د زمانې د پرمختګ منطق ترمخه دے۔
متعلقہ مضامین
-
SCO museum opens in Beijing showcasing treasures from Pakistan
-
Governor signs prohibition of kite flying bill into law
-
Pakistan faces medical device shortage; urgent action needed to avert crisis
-
ٹین ٹائمز وکٹری آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ
-
Super Strike Integrity Betting Entrance
-
State Bank to honour Edhi with special coin
-
Peaceful protests are Punjab govt’s policy: Sanaullah
-
PPP chairman gets candid with Boris Johnson
-
لکی ریٹ انٹرٹینمنٹ سرکاری داخلہ
-
گوبلن فورچون آفیشل ڈاؤنلوڈ لنک
-
ڈیول فارچیون آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کا تعارف اور خصوصیات
-
جوکر وائلڈ آفیشل اینٹے کی دھوم