اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وفاقي کابينې د پاکستان او کوېت ترمېنځه سرمايه كارۍ لپاره د تفاهم د 7 يادښتونو منظوري وركړې ده په كومو چې به وزيراعظم د كوېت دورې په مهال لاسليك كوي٬ د سرمايه كارۍ سهولت كونسل د هڅو په نتيجه كښې كوېت به پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې په دې اوو منصوبو كښې د 10 اربه ډالرو سرمايه كاري كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه ٬ وفاقي کابينې د پاکستان او کوېت ترمېنځه سرمايه كارۍ لپاره د تفاهم د 7 يادښتونو منظوري وركړه په كومو به چې وزيراعظم د كوېت دورې په مهال لاسليك كوي٬ د سرمايه كارۍ سهولت كونسل د هڅو په نتيجه كښې كوېت به پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې په دې اوو منصوبو كښې د 10 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ د تفاهم په يادښتونو لاسليك كوي٬ په دې منصوبو كښې د آبي پانګو پراختيا، د کان کنۍ سهولتونه، ساحلي سيمو لپاره د تمر د ځنګلونو حفاظت او پراختيا٬ د آئي ټي څانګې او د خوراك تحفظ په منصوبو كښې د سرمايه كارۍ منصوبې شاملې دي۔ وزيراعظم او كابينې د خاص سرمايه كارۍ كونسل او اړوندو وزارتونو په دې لړ كښې د هڅو ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم امر وكړو چې په وفاقي كچه د منزور شوو د تفاهم په دې يادښتونو دې صوبو سره مرسته باوري شي دغسې چې د منصوبو بشپړتيا زر او په سپېځلې ډول باوري شي۔ وفاقي کابينې د نومبر په 14مه نيټه د قانون سازۍ چارو لپاره د كابينې په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو۔ دغسې وفاقي کابينې په 15م نومبر د اي سي سي په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
CM visits uplift works in city
-
Two children killed in building collapse
-
Shibli urges need for use of energy efficient appliances
-
KMC offices to display code of conduct for women’s protection
-
FCEPL awards scholarships to farmers’ daughters
-
Rs320m released for victims of North Waziristan, Khyber operations
-
India, its allies seeking permanent UNSC seats for power, not to promote world peace: Pakistan
-
ECP to ensure women’s participatory role in electoral process: CEC
-
Various steps being taken to provide conducive environment to women: minister
-
Shehbaz seeks JI’s support on no-trust
-
Pakistan to overcome fertilizers shortage with China’s help
-
Hospitals directed to achieve corona vaccination targets