اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په راروانو 5 كلونو كښې د هېواد برآمدات يو په دوه زياتولو لپاره د تګلارې جوړولو، ای کامرس څانګه كښې برآمد کوونكو له آسانۍ وركولو او د تجارت وزارت ته ’’میډ ان پاکستان‘‘برانډ بهر ته د لېږونكو مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو سپارښتنه كړې۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بیان له مخې وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د برآمدی څانګې پرمختګ په اړه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقی وزيرانو جام کمال خان، رانا تنویر حسین، د ای- کامرس څانګې نامتو برآمد کوونكي انټرپرینیورز پشمول د یوټوپیا چیف ایګزیکټو آفیسر جبران نیاز، ذیشان شاه، سلمان احمد او اړوند اعلیٰ چارواكو ګډون كولو ۔غونډې ته پاکستان كښې د برآمدي څانګې پرمختګ لپاره تجاویز وړاندې كړے شول۔ دغسې وزیرِاعظم ته د برآمدی څانګې آسانيو لپاره سفارشات او برآمدات ته ودې وركولو لپاره په تګلاره هم بریفنګ وركړے شو۔ وزیرِاعظم د تجارت وزارت ته ټول سټيك هولډرز او انټرپرینیورز سره د مشاورت نه پس د هېواد برآمدات راروانو 5 كلونو كښې يوه په دوه كولو په اړه د تګلارې جوړورلو سپارښته وكړه ۔ وزیرِاعظم د اي کامرس په څانګه كښې برآمد کنندګان له آسانيو وركولو او د تجارت وزارت ته د ’’میډ ان پاکستان ‘‘ برانډ برآمد کوونكو مسئلې په سمدستي توګه حل كولو هم سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان برآمدی څانګې بشپړه استعداد څخه ګټه پورته كولو لپاره اقدامات کوو۔ده سپارښتنه وكړه چې د آئي ټي ، ټیکسټائل او نورو ښو څانګو برآمدات لپاره دې د څانګې سټیك هولډرز په اعتماد كښې واغسئلے شي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې داسې برآمدات كوم چې د نړيوال ویلیو چینز برخه وي د هغې صنعت پرمختګ ډاډګيرنې له دې سفارشات مرتب کړے شي
متعلقہ مضامین
-
Taxes in Budget 2022-23
-
Budget 2022-23: CM Hamza Shehbaz to view Punjab budget proposal today
-
AIOU expands its educational network across the globe
-
Syria says runways unusable after Israel hits airport
-
Youth booked for entering into cricket ground during Pak-West Indies ODI match
-
Bilawal, OIC chief discuss rising Islamophobia in India
-
Mahmood terms KP budget as pro-poor, largest-ever
-
Modern educational facilities among our top priorities: minister
-
Attempt to smuggle heavy quantity of heroin to UK failed
-
Panel to probe Rs50bn ‘money lundering’ during IK’s tenure
-
Why Imran himself didn’t form judicial commission?
-
Most lawmakers favour Musharraf’s return