اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د تعليم او تربيې دوهم وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمٰن وئيلي دي چې د وزیراعظم د یوتھ پروګرام له مخې سږ كال 50 زره نورو ځوانانو ته انټرن شپ وركولې شي٬ د پاكستان معيشت د ستونزو نه وتې دے٬ د بهرنو سرمايه كارو په پاكستان باور بحال شوے۔ د ګل په ورځ په ځائي هوټل كښې د څلور ورځني نړيوال كنفرنس د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل چې سږ كال 50 زره نورو ځوانانو ته انټرن شپ وركولې شي٬ د پاكستان معيشت د ستونزو نه وتې دے۔ ده ووئيل سكل ډوېلپمنټ او تكنيكي تربيه په كوم هم هېواد كښې معاشي او معاشرتي پرمختګ لپاره بنيادي حېثيت لري٬ دا ھغه لاره ده چې په دې تګ سره مونږ اوسنۍ وضعه بدلولې شو او د قامي پرمختګ په لاره كښې په رامخې ته شوې خڼډانو قابو موندلې شو۔۔ كنفرنس ته نورو هم وېنا وكړه۔ د کنفرنس د پرانستې په دستوره كښې د سري لنكا او نيپال سفيرانو پشمول په لويه شمېره سفارتكارو٬ صنعتكارو او د تربيې ادارو مشرانو ګډون وكړو۔ کنفرنس د نيو ټېك د كولمبو پلان سټاف كالج په شراكت سره شوې چې پكښې د لسو نه زيات هېوادونه ګډون كوي چې پكښې سري لنکا، ملائیشیا، تھائی لېنډ، فلپائن ،میانمار، بنګله دېش، نیپال، مالدیپ او افغانستان هم شامل دي۔
متعلقہ مضامین
-
PM pays tribute to Begum Nasim Wali for her struggle for democracy
-
Maryam Nawaz’s role akin to Indian politicians who caused Covid crisis in India: Fawad
-
RCCI seeks relief for Covid-hit businesses
-
Coronavirus kills 135 in Pakistan over 24 hours
-
COVID updates: surge in deaths, slight drop in positivity rate
-
PML-N sees ‘resignations’, ‘probes’ as eyewash to give clean chit to suspects
-
NA extends income tax ordinance for 120 days
-
FM Qureshi leaves for New York to draw world’s attention on Gaza crisis
-
NCOC allows reopening of schools, outdoor dining in districts with less than 5pc positivity rate
-
No-trust motion against Balochistan CM on the cards
-
Man accidently shots himself while filming tiktok video
-
Israel-Palestine conflict must be resolved as per relevant UN Resolutions: Gillani