لندن 20 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د برتانيې وزیراعظمې تھریسامے سره د جمعې په ورځ ونډسر كېسل كښې لدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دا ملاقات د دولت مشتركه مشرانو د 25مې غونډې په مهال لندن كښې شوې۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د برتانيې وزيراعظمې تهريسامے ته د دولت مشتركه مشرانو غونډې په كاميابۍ مباركي وركړه۔ وزيراعظم د كشميريانو تحريك ورمخې ته كولو سره په نړيوالې ورورولۍ ټېنګار وكرٶ چې ھغوي د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو د موجوده صورتحال نوټس واخلي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي تهريسامے د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هلو ځلو نه خبر كړه۔ ده دوه اړخيزه په خاص توګه د تجارت او سرمايه كارۍ په حقله د اړيكو قوي كولو په اهميت زور رواړو او د برتانيې د پرمختيائي ادارې لخوا پاكستان كښې د كار كولو مننه ئې وكړه۔ ده ووئيل د برتانيې دولت لخوا په خاص توګه د برېګزټ په تناظر كښې د دواړو هېوادونو تجارت اود سرمايه كارۍ موقعو لټون له په مرسته كولو د ټرېډ انوائے د غوره كولو هم ستائنه وكړه۔ ده د كابل خپلې دورې حواله هم وركړه او په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره ئې د پاكستان عز م هم رامخې ته كړو۔ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامے د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه او د تېرو لسو كالو نه د زياتې مودې په مهال د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د يو لك پاكستانيانو د قربانيو او ځپلو ذكر ئې هم وكرو۔ تهريسامے د شاهد خاقان عباسي د كابل اوسنۍ دورې په مهال افغانستان كښې د امن پحقله د شوو هلو ځلو هم ستائنه وكړه ۔ تهريسامے ووئيل پاكستان او برتانيه قوي اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو ته اړتيا ده ۔ د برتانیې وزيراعظمې لخوا د كېمائي وسلو د اوسني څرګند استعمال په ذكر وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د كېميائي وسلو د هر ډول كارولو غندنه او د ملګرو ملتونو په چارټر كښې په شاملو اصولو عمل كولو پحقله ئې د پاكستان د اصولي دريځ پخلې وكړو
متعلقہ مضامین
-
PM for exploiting potential of salt, pharmaceutical sectors
-
IGP hands over modern arms to merged districts’ police
-
German missions in Pakistan to celebrate unity day tomorrow
-
No one to be left helpless in coastal areas: SACM
-
Pakistan sends 13 more trucks of aid to Afghanistan
-
Pakistan, China joint anti-terrorist exercise concludes
-
SHC seeks NADRA’s reply over refusing to issue CNIC to differently-abled girl
-
President directs EOBI to pay outstanding pension dues to a widow
-
Saudi Navy commander, naval chief discuss collaboration
-
‘Vaccination Regime’ applicable for inbound air travel to Pakistan: PCAA
-
US Deputy Secretary of State Wendy Sherman embark on two-day visit of Pakistan
-
Dengue fever kills another person in Islamabad