اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وئيلي دي چې چین او پاکستان ستراتېژك شراكتدار دي ٬ د سي پېك منصوبو تعين دواړو هېوادونو ته په شريكه سلا كول دي٬ سي پېك كښې نوې ستراتېژك شراكتدار د شاملولو هېڅ پرېكړه نه ده شوې٬ په انفرادي منصوبو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركېدې شي ٬ پخواني حكومت سي پېك ګېم چېنجر ګرځوله خو پارلمان ئې د لوظنامو نه بې خبره ساتلې ٶ٬ د فاټا انضمام نه پس به هم فاټا او پاټا لپاره مراعات تر پنځو كالو دوامدار وي٬ په اېن اېف سي پېشرفت لپاره دې دې اعلٰې وزيران خپل نمائندګان ونوموي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په ضمني مالياتي (بدلون) بل بحث راغونډولو سره اسد عمر ووئيل د سي پېك منصوبو پاكستان او چين له پېشرفت كول دي٬ ستراتېژك شراكتدار د دواړو هېوادونو دي٬ سعودي سره اصولي خبره شوې وه ٬ لا څه لوظنامه نه ده شوې او سي پېك كښې به نور ستراتېژك شراكتدار نه شاملوٶ۔ ده ووئيل د انكم ټېكس په قانون كښې د بدلون اطلاق به د جولائي د وړومبۍ نيټې څخه وي۔ فائلرز او نان فائلرز پحقله سېنېټ څخه هم تجويزونه ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو پحقله قانون دا وائي چې كه ھغوي په كال كلښې 182 ورځې په پاكستان كښې وي نو ګوشوارې به جمع كوي او د وراثت په معامله رعايت وركړې شوې دے، بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو له ګوشوارې جمع كولو ضروري نه وي خو د 60 ورځو ترسيلات زر څخه ھغوي جائېداد او ګاډي اخستې شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan to lock horns with Bangladesh in first test match today
-
CPNE rebukes Maryam’s unbosoming statement regarding advertisements
-
CPNE asks PML-N to apologise for ‘unfair’ ad policy
-
Trader abducted in Lahore
-
Shahbaz Sharif wants legal action taken against police implicated in the Daska by-election scandal
-
Sindh a safe haven for fertilizer hoarders
-
No commercial use of cantt land in future, SC assured
-
India engaged in hatching conspiracies against peace
-
RSS chief’s statement of ‘undoing partition’ reflects India’s expansionist designs: Afridi
-
IIOJK turned into military garrison: JKEM
-
KP CM inducts two more SACMs into cabinet
-
Senator Palwasha Khan escapes in dacoity attempt in Lahore