اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئېلي دي د پاكستان په روغتونونو كښې نرسز كمې دې٬نرسنګ د روغتيا څانګې په لړ كښې د ملا د تير حيثيت لري٬ د نرسنګ څانګې اب ګرېډ كولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔دا خبره ده پھ اسلام آباد كښې پمز روغتون٬كالج آف مېډيكل ټېكنالوج او كالج آف نرسنګ دورې په مهال كړې۔پھ دې موقع د پمز ايګزېكټو ډائرېكټر د روغتيا وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير ووئيل مونږ به انشاﺀ الله غريب طبقه د دې محرومۍ څخه خلاصوو ٬حكومت په روغتونونو كښې رنځورانو ته د رامخې ته شوې مسئلو څخه خبر دے٬ده ووئيل د تېرو 70 كلونو راهسې د روغتيا څانګه د محرومۍ ښكار ده او اوس به د روغتيا په څانګه كښې د بدلون ثمرات ډېر زر تر اولس ورسېږي۔ده ووئيل حقيقي پرمختګ به په دې څانګو كښې د ښه والي راتللو څخه ترلاسه كېږي۔د روغتيا او تعليم غوندې آسانۍ وركول د وزيراعظم عمران خان د وژن مهم نكات دې
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Russia pledge to avert humanitarian crisis in Afghanistan
-
Dacoits loot Judge amid increasing street crimes in Karachi
-
Ashrafi lauds summoning of OIC meeting on Afghan issue
-
PTI follows in the footsteps of the PSP by opposing the Sindh local government amendment bill
-
IG Police transfers police officers
-
Govt working to prepare students to meet future challenges: minister
-
No place for violence, extremism in Islam
-
PRO of PM’s aide injured in Karachi ‘attack’
-
Police detains seven more people in Sialkot lynching case
-
Qureshi meets NATO secretary-general to deliberate on Afghanistan’s crisis
-
Saudi ambassador vows to continue healthy relations with Pakistan
-
Int’l community’s silence on Indian state terrorism deplored