اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت طاهر خوشنود له په ګرېډ 21 كښې ترقي وركولو سره د اولس مشر پرېس سېكتر غوره كړے دے ٬ دغسې سهيل علي خان د انټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل تعينات كړے شوے ٬ډيپارټمنټل پروموشن كمېټۍ 32 انفارمېشن افسرانو له ګرېډ 18 كښې د ترقۍ منظوري وركړې ده ۔د جمعې پھ ورځ د انټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل طاهر خوشنود له په ګرېډ 21 كښې ترقي وركولو سره د اولس مشر پرېس سېكتر او د انفارمېشن ايډوائزر نوټفكېشن جاري كړې شوې او د هغه په ځاې د انفارمېشن ګروپ ګرېډ 21 افسر سهيل علي خان د انټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل مقرر كړې۔سهيل علي خان په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ لاهور كښې ډائرېكټر جنرل پي آر ريجنل انفارمېشن آفس كښې زمه وارۍ ترسره كولې۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت كښې د انفارمېشن ګروپ افسرانو له د ګرېډ 17 نه 18 كښې ترقي وركولو لپاره ډيپارټمنټل پروموشن كمېتۍ غونډه وشوه چې پكښې 32 انفارمېشن افسرانو له ګرېډ 18 كښې د ترقۍ وركولو منظوري وركړې شوه۔په ګرېډ 18 كښې ترقي وركونكو كښې شاهد رفیق، نوریتا فرحان، سدرہ حسین، عائشه ارشاد، محمد اعجاز، محمد فرحان سکندر، محمد آصف، مهرالنساء، عظمیٰ ارجمند، ثاقب ممتاز، ضیغم عباس، محمد عدنان ارجمند، عدنان منظور احمد خان، سید اورنګزیب الحسن، محمد ایاز خان، سعدیه نعمان، زاهد اللہ خان، محمد حنیف، سیدہ عدیله رباب کاظمی، رابعه یوسف، اقدس شوکت علی، جاوید اقبال شهزاد، محمد علی شاہ، ارشد خان، عبدالسلام ناصر، نصیر اللہ خان، حسن احمد وزیر، ابرار احمد خان او بادشاہ رحمن شامل دي۔د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ترقي ترلاسه كونكو افسرانو نوټفكېشن جاري كړی شو
متعلقہ مضامین
-
Affidavit bid to dent IHC image: Qureshi
-
Fencing of remaining 21km along Pak-Afghan border to be completed soon
-
210,000 children to be administered anti-polio drops in Khyber district
-
892 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
PTI govt’s solid steps given boost to construction sector: Noor ul Haq Qadri
-
PML-N hypocrisy visible over south Punjab province: Khawar
-
Smart lockdown in parts of Karachi as Omicron surges
-
PESCO notifies power suspension
-
Shehbaz’s case must be broadcast live: Fawad
-
Indian so-called democracy biggest fraud: AJK PM
-
More than 30 Panamanians to be tried over Panama Papers scandal
-
CM extends good wishes on start of PSL 7th edition