اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون افسرانو او سټاف رولز 2018 كښې تجويز كړې دي چې د ټاكنو كمېسون كښې د ګرېډ 18م ترقي ترلاسه كوٶنكو لپاره په ګرېډ 17 كښې لږ تر لږه 5 كاله ٬ ګرېډ 19 لپاره 12 كاله ٬ ګرېډ 20م لپاره 17 كاله او ګرېډ 22 لپاره په ګرېډ 17 يا د دې نه برا ګرېډ كښې 22 كاله به وظيفه ترسره كول ضروري وي٬ د سپیشلسټ کېډر افسرانو د ګرېډ 18م نه تر 22 ترقۍ لپاره هم ھغه معيار ټاكلې شوې كوم چې به د جنرل كېډر چوكو لپاره وي ٬ ترقۍ لپاره به د جانچ پړتال عمل اختيارولې شي چې له مخې به ئې په ګرېډ 18 كښې ترقۍ لپاره په مجموعي توګه 50 فيصده ٬ ګرېډ 20م كښې 70 فيصده ٬ ګرېډ 21 كښې 72 فيصده لمبرې ترلاسه كول ضروري وي۔ د دې مسودې له مخې په چوكو ټاكنې لپاره به د وفاقي حكومت د وضع كړې صوبائي او سيمه ايزې كوټې خيال ساتلې شي۔ د سېكټرېټ د ګرېډ 17 او د دې نه د برا ګرېډ د ټاكنو اختيار به الېكشن كمشنر او ګرېډ 16 كښې د تعيناتولو اختيار به سېكتر سره وي٬ د ګرېډ 11 څخه تر 15 د بهرتو اختيار به ډائرېكټر جنرل اېډمن ٬ د ګرېډ 3 څخه تر لسم ګرېډ ټاكنو اختيار اېډيشنل ډائرېكټر جنرل اېډمن او دغسې د ګرېډ ون او ټو كښې تعيناتي به دوهم ډائرېكټر كولې شي۔ په ماتحت څانګو كښې د ګرېډ 17م او د دې نه د برا ګرېډ تعيناتولو اختيار به كمشنر ٬ د ګرېډ 16 د تعيناتۍ اختيار به د صوبائي الېكشن كمشنر سره وي ٬ د ګرېډ 11 څخه تر 14 د بهرتو اختيار صوبائي الېكشن كمشنر ٬ د ګرېډ 3 نه تر لسم د ټاكنو اختيار به د صوبائي الېكشن دوهم كمشنر او دغسې د ګرېډ ون او ټو د تعيناتۍ اختيار به ډائرېكټر يا دوهم ډائرېكټر سره وي۔ په مسودہ كښې د شېډول ون ټاكنو او پترقۍ لپاره د تګلارې تفصيلات په پنځو بېلا بېلو نېټو باندې وركړې شوې٬ د يادونې وړ ده د ټاكنو كمېسون ټاكنو او ترقو د رولز په مسوده وړانديزونه او اعتراضونه غوښتې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Despite mounting coronavirus infections, NCOC chief insists there will be no shutdown for the time being
-
JCP approves elevation of justice Ayesha A. Malik to Supreme Court
-
Tear gas and burning tyres as thousands rally in Sudan against coup
-
LHC seeks detailed reply in Arabic teachers’ appointment case
-
Pak-China Friendship Hospital Gwadar to complete by Dec 2022
-
Curriculum development training held for lead instructors
-
Court defers Rana Shamim’s indictment in affidavit case
-
PMD says Mercury to drop to 12 degrees in Karachi, no more rainfall
-
PAF rescue, relief operations continue in Balochistan’s flood affected areas
-
Murree administration caught ‘unprepared’
-
FM leaves for Romania, Spain on official visit
-
All trapped tourists in Murree rescued: NDMA Chairman